د ایران او افغانستان ترمنځ کلنۍ سوداګري درې میلیارده ډالرو ته رسیږي

د ایران د دوغارون تایباد د ازادې سوداګریزې-صنعتي سیمې مشر وايي، د ایران صادراتي توکي د دوغارون له لارې د افغانستان ۴۰ میلیونه نفوس لرونکي بازار ته رسېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري تر درې میلیارده ډالرو رسېږي.
محمدرضا مودودي د پنجشنبې په ورځ د تایباد له والي، څارنوال او د عدلیې له رییس سره د لیدنې پر مهال وویل، چې افغانستان له عراق وروسته د ایران دویم ستر اقتصادي شریک دی.
نوموړي زیاته کړه، نږدې ۹۰ سلنه صادراتي توکي د دوغارون ګمرک له لارې هرات ته صادرېږي، چې دا د ایراني محصولاتو د مقبولیت ښکارندویي کوي.
مودودي ټینګار وکړ چې لا تر اوسه د دوغارون له ظرفیتونو سمه ګټه نه ده اخیستل شوې، حال دا چې دا سیمه د افغانستان له خوا د ایران تر ټولو ستره تجارتي دروازه ده.
نوموړي وویل، اوس چې د دوغارون ازادې سیمې رسمي فعالیتونه پیل شوي، باید کورني او بهرني پانګوال جذب شي.
د دوغارون پوله د تایباد له ښار ۱۸ کیلومتره لرې او له افغانستان سره پر کرښه پرته ده.