• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدل د بې‌وزلۍ او بیکارۍ لامل شوي دي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۹ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزیر وایي، د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل پاتې کېدل په هېواد کې د بېوزلۍ او وزګاري د زیاتوالي لامل شوي دي. هغه په افغانستان کې د ناروې له شارژدافیر پیر البرټ الساس سره په لیدنه کې د بندیزونو د لرې کولو او د هېواد د اسعارو د زېرمو د خلاصولو غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د نږدې څلورو کلونو په تېرېدو سره په افغانستان کې فقر او لوږه زياته شوې ده.

نړۍوالو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې افغانستان د یوې بشري فاجعې له ګواښ سره مخ دی او شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان اقتصاد له نړۍوالو بازارونو څخه قطع شوی او د بندیزونو له امله نشي کولی بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.

طالبانو په دې موده کې هڅه کړې، چې د کانونو په سکټور تمرکز وکړي ترڅو د کورنیو عوایدو او کارموندنې ستونزه حل کړي؛ خو تر اوسه په افغانستان کې د کانونو شرکتونو له خوا پانګونه محدوده ده او د لویو کانونو پروژو د پایلو ترلاسه کولو لپاره وخت نیسي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د صنعتي او خدماتي سکتورونو په پراختیا کې پاتې راغلی او د پراخې بېکارۍ ستونزه لا هم نه ده حل شوې.

وزګاري د دې لامل شوې، چې یو شمېر افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي.

طالبانو ژمنه کړې وه، چې د فارس خلیج هېوادونو کې به د افغان کارګرانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي؛ خو دغو هېوادونو د طالبانو غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

امریکا د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا ۳.۵ میلیارده ډالره د «افغان صندوق» په نوم اماني صندوق ته چې په سویس کې دی، انتقال کړي دي.

د دې شتمنیو د لاسرسي لپاره د طالبانو هڅې تر اوسه ناکامې شوې دي.

دا صندوق د افغانستان د اقتصادي ثبات د ملاتړ او د طالبانو د دې مالي سرچينو د لاس رسي د مخنيوي لپاره جوړ شوی.

دغه صندوق د یوه پلاوي له خوا څارل کېږي، چې غړي یې د امریکا، سویس او د افغانستان د پخواني حکومت دوه چارواکي انورالحق احدي او شاه محمد محرابي دي.

د نورو ۳.۵ میلیارد ډالرو برخلیک په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو د کورنیو له خوا د خسارې د ادعاوو له امله په شک کې دی.

دوی طالبان له القاعدې سره د دوی د ملګرتیا مسوول ګڼي، چې په نیویارک کې د نړۍوال سوداګریز مرکز په برجونو د بریدونو تر شا و.

د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې وویل، چې د دوی وزير دین محمد حنیف د ناروې له ډیپلومات سره د کتنې په جریان کې د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا او بشري مرستو د دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی.

هغه له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه ادارو وغوښتل، چې د پراختیایي مرستو چمتو کولو، د راستنیدونکو کډوالو د ستونزو حل او د اقلیم د بدلون او طبیعي پېښو له ګواښونو سره د مقابلې پر برخو تمرکز وکړي.

حنیف د اقتصادي زېربناوو رامنځته کول او د پراختیایي پروژو پلي کول هم د بشري مرستو په اړه د افغانستان د انحصار کمولو او د خلکو د اقتصادي او معیشتي ستونزو د حل لپاره خورا مهم وګڼل.

د خبرپاڼې له مخې، د ناروې شارژدافیر ویلي چې هېواد به یې په ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان سره د ۸۰ میلیون ډالرو مرسته وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴۰ کسان وژل شوي دي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۴۰ GMT+۱

د غزې روغتیايي چارواکي وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په ډزو او بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴۰ کسان وژل شوي دي. د غزې د روغتیا وزارت په خبره،یوازې د چهارشنبې په ورځ شاوخوا ۴۰ فلسطینیان د اسراییل په هوايي بریدونو او ډزو کې وژل شوي دي.

ډاکټرانو ویلي، د اسراييل په بېلابېلو هوايي بریدونو کې چې د مغازې په کډوالو کمپ، د زیتون په سیمه، د غزې په مرکزي او شمالي برخو کې پر کورونو شوي، شاوخوا ۲۱ تنه په کې وژل شوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د غزې په سوېلي سیمه او په خان یونس ښار کې د کډوالو پر یو بل کمپ باندې هم د هوايي بریدونو په ترځ کې ۵ تنه وژل شوي.

طبي سرچینو ویلي، چې اسراییل د فلسطيني کډوالو پر هغو ګڼه ګوڼه هم ډزې کړي، چې د صلاح الدین پر سړک د ملګرو ملتونو د مرستو موټرو ته په تمه و او په دې ډزو کې ۱۴ تنه وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، که څه هم دوی څو ځلې خبرداری ورکړی چې دا یوه فعاله جګړه ییزه سیمه ده؛ خو بیا هم خلک د غزې په مرکزي سیمه نصیرات کې هغو فعالو ځواکونو ته نږدې شول، چې له کبله يې دوی تهدید باله.

د غزې د روغتیا وزارت د سې شنبه په ورځ خبر ورکړی، چې د مې په وروستیو کې د خوراکي توکو د مرستې د بیا پیل راهیسې د خوراکي توکو د مرستو د ترلاسه کوونکو په ګډون ۳۹۷ فلسطینیان وژل شوي او له ۳۰۰۰څخه ډېر ټپیان شوي دي.

د ایران او اسراییل د هوایي شخړې نږدې یوه اوږنۍ وروسته، ډېری خلک په دې باور دي چې په غزه کې د مېشتو فلسطینیانو ظلم د نړۍوالې ټولنې له نظره غورځېدلی او د اسراییل پوځ په خاموشۍ سره د غزې د خلکو قتل عام ته دوام ورکوي.

په تورخم کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال د ټنګ ټکور په محفل کې برخه اخیستې او چرس څکوي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۳۳ GMT+۱

په تورخم کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال نعیم ګل د ټنګ ټکور په یوه محفل کې برخه اخیستې او چرس څکوي. دا ویډیو چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، ښيي چې نوموړی د شپې مهال د ټنګ ټکور په یوه محفل کې له موسیقۍ څخه خوند اخلي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د دغه ویډیو رالېږونکی ادعا کوي، چې نوموړي د طالبانو د واک له ترلاسه کېدو وروسته، ډېر شمېر ننګرهاریان د موسیقۍ او محفلونو له امله نیولي، وهلي او ډبولي دي.

قاري نعیم ګل د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ د سیاچوب کلي اصلي اوسېدونکی دی. نوموړی د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغه ولایت د استخباراتو ریاست په بېلابېلو برخو لکه د دفتر مدیریت، داخلي امنیت او ترهګرۍ ضد څانګو کې دنده ترسره کړې ده.

هغه په ننګرهار کې د دې ډلې د استخباراتو د پخواني مشر ډاکټر بشیر تر ټولو نږدې کس دی، چې د بې ګناه خلکو په وژنو، تښتونو او د شکنجو په ډېرو قضیو کې لاس لري.

د ویډیو له خپرېدو وروسته، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې دا ډول دوه‌مخی چلند د طالبانو د سخت دریځه تګلارو او اسلامي ادعاوو سره په ټکر کې دی. ځینې پر دې ټینګار کوي، چې نعیم ګل د موسیقۍ، هنري فعالیتونو او داسې ټولنیزو مراسمو پر ضد سخت اقدامات کړي دي.

د سرچینو په وینا، هغه ګڼ شمېر ځوانان د سندرو له محفلونو، یا د موبایل موسیقۍ له امله نیولي، وهلي او شکنجه کړي دي.

د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل: «هغه چا ( قاري نعیم ګل) چې خلک به یې ټنګ ټکور له امله ډبول، نن پخپله د موسیقۍ مخې ته ناست، مست او چرس څکوي.»

د جلال اباد ښار یو بل اوسېدونکی وایي، « که دا ویډیو د یو عادي افغان ځوان وای، نو طالبانو به زندان ته اچولی و؛ خو کله چې د طالبانو غړي او یا چارواکي وي، نو قانون او شریعت ورته کومه معنا نه لري.»

د یادولو وړ ده، چې پر طالبانو لا له وړاندې دا نیوکه شته، چې د دوی مسوولین د عامو خلکو له چارو سره سخت چلند کوي، خو دوی خپله اصول او قانون ته ژمن نه دي، دا پېښه چې په‌کې د استخباراتو یو لوړپوړی چارواکی ښکاري، دا تاثر لا پسې پیاوړی کوي.

سیاسي څېړونکي باور لري، چې دا ډول پېښې د طالبانو پر ادارې باور ته زیان رسوي او د دوی له‌خوا پر ټولنه لګول شوي سخت ټولنیز بندیزونه تر پوښتنې لاندې راولي.

نی په ایران کې د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۰۸ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (نی) د ایران او اسرايیل ترمنځ پراخو نښتو ته په اشارې په ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې. دوی د بشري حقونو او د بیان د ازادۍ له ملاتړو بنسټونو غوښتي، چې له ایران څخه د افغان خبریالانو په وتلو کې مرسته وکړي.

نی چې اوسمهال په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي، د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي له امله په ایران کې د افغانستان رسنیزه ټولنه له زيات فشار سره مخ ده.

دغه سازمان ټينګار کړی، چې د افغان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو «فزيکي او رواني خوندیتوب» په خطر کې دی.

نی ټینګار کړی، چې په ایران کې کډوال خبریالان نه یوازې د اسراییل د بریدونو له مرګوني خطر سره مخ دي، بلکې په هېواد کې د افغان کډوالو په وړاندې د منفي احساساتو څخه هم ځورېږي.

یاد سازمان په ټينګار سره ویلي، چې افغان خبریالان باید له ایران څخه درېیم هېواد ته ولېږدول شي.

د سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي: «موږ یو ځل بیا ټینګار کوو، چې افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په ایران کې د مرګ له خطر سره مخ دي. که دوی په ایران کې پاتې شي، نو وبه وژل شي او که دوی هېواد ته ستانه شي، نو د طالبانو له خوا به د مرګ له خطر سره مخ شي.»

نی له ملګرو ملتونو، د نړۍوالو بشري حقونو له سازمانونو او د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو ملاتړو ادارو څخه غوښتنه کړې، چې په ایران کې د افغان کډوالو خبریالانو وضعیت ته لومړیتوب ورکړي او اړین اقدامات وکړي.

زلمی خلیلزاد: پاکستان غواړي چې امریکا بیا تېر باسي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۰۳ GMT+۱

د افغانستان د سولې په پروسه کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره رسمي غرمنۍ خوړلې ده، او دا غرمنۍ پاکستان ته یوه ځانګړې ډالۍ او ویاړ ګڼل کېږي، خو نوموړي ټینګار کړی چې منیر د باور وړ شخص نه دی.

خلیلزاد امریکا ته د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر د سفر په اړه په خپل اېکس کې لیکلي، چې منیر به هڅه وکړي د پاکستان د پوځ تر ملکیت لاندې د شرکتونو له لارې د امریکا پانګونې راجلب کړي.

هغه زیاته کړې: «ددې لپاره چې امریکا د افغانستان د امنیت او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې دنده پاکستان ته وسپاري، دغه هېواد به د چین او امریکا تر منځ د اړیکو منځګړیتوب ته ممکن ځان وړاندې کړي.»

‏خلیلزاد وایي، «سره له دې چې منیر ځان ته د فیلډ مارشال رتبه ورکړې، خو د خلکو ترمنځ د هغه پر دوامدارې واکمنۍ او د عمران خان په بندي پاتې کېدو پراخې نیوکې لاهم شته.»

‏زلمی خلیلزاد وایي: «جنرال منیر د باور وړ نه دی. پاکستاني پوځ د امریکا پر وړاندې تل دوه‌مخی سیاست کړی، له یوې خوا یې مرسته اخیستې او له بلې خوا یې زموږ پر ضد جګړه مارو ته پناه ورکړې.»

هغه دغه راز لیکلي، «ولسمشر ټرمپ پوهېږي چې د پاکستان پوځ له اوږدې مودې راهیسې له موږ سره دوه ګونې لوبه روانه کړې ده، په افغانستان کې زموږ د پوځي شتون په کلونو کې، پاکستان زموږ مرسته واخیسته او په ورته وخت کې یې هغو کسانو ته ملاتړ او پټنځایونه ورکړل چې زموږ ځواکونه یې ووژل.»

خلیلزاد وویل: «د سپټمبر له یوولسمې وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې په دوران کې د پاکستان پوځ له موږ او د القاعدې ترهګرو دواړو سره مرسته وکړه. موږ بن لادن چېرته وموند؟، هغه د پاکستان د پوځي تاسیساتو سره نږدې ډېر ښه او ارامه ژوند درلود، همداراز پاکستان لاهم ډاکټر افریدي ( شکیل اپریدی) په بند کې ساتي، چا چې له موږ سره د بن لادن په موندلو او له منځه وړلو کې مرسته کړې وه.»

خلیلزاد د خپلې لیکنې په وروستیو کې وایي، چې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پر جنرال عاصم منیر باور نشي کېدلی.

قطر افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۰۷ GMT+۱

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې همکارۍ د ریاست مشر په بروکسل کې د افغانستان په اړه د لوړ پوړو چارواکو په ناسته کې اغیزمنو شویو افغانانو ته د بشري مرستو پر رسولو ټینګار کړی دی.

په بروکسل کې د افغانستان په اړه ناسته کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې همکارۍ ریاست سرپرست سلطان بن احمد العسیري په افغانستان کې روانو سیاسي او اقتصادي ننګونو ته په کتو د مرستو پر همغږۍ او ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي:« مرستندویه هېوادونه او بشري سازمانونه کولی شي، چې د افغان ټولنې د ظرفیت لوړولو په ملاتړ اغیزناک رول ولوبوي څو انعطاف او بیارغونه زیات شي.»

دغه قطري چارواکي ویلي، چې هېواد یې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

په بروکسل کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ ناسته کې د اروپايي اتحادیې، ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، د G7 هېوادونو او ګڼو بشري مرستندویه سازمانونو استازو ګډون کړی و.