د ایران د انقلابي ګارډ د استخباراتو د پخواني مشر د مړینې خبر له ایراني خبري پاڼو لرې شوی

که څه هم د اېرنا او اېسنا په ګډون د ایران ځینو رسمي رسنیو د جمعې په ماښام د دې هېواد د انقلابي ګارډ د استخباراتي ادارې د پخواني مشر حسین طایب د وژل کېدو راپورونه خپاره کړل، خو یادو رسنیو د دې خبر تر خپرېدو څو شېبې وروسته له خپلو وېب پاڼو بېرته دا خبر لرې کړ.

دا په داسې حال کې دی، چې نوموړی د دې خبر تر خپرېدو څو ساعته وړاندې د ایران له دولتي راډیو ټلوېزون سره په یوې مرکه کې راڅرګند شوی وو.

تر اوسه پورې د ایران هېڅ چارواکي دا خبر تایید یا رد کړی نه دی، خو له خبري ویب پاڼو څخه د نوموړي د وژل کېدو د راپورونو چټک لرې کولو بیا په دې اړه ګنګوسې زیاتې کړې دي.