امریکا ایران ته ډاډ ورکړی چې د رژیم د بدلون هڅه نه کوي

سي بي اېس نیوز د ځينو سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي خپاره شوي خبر ورکړی، چې امریکا د نن شپې د بریدونو وروسته ایران ته یو پیغام استولی دی، چې پکې ټینګار شوی بریدونه یوازې د اسلامي جمهوریت پر اټومي پروګرام تمرکز لري او واشنګټن د رژیم د بدلون غوښتونکی نه دی.
دغه اقدام د کړکېچ د کمولو په موخه بلل کېږي.