پنټاګون: د افغانستان او ویتنام تجربه باید بیاځلې تکرار نشي

د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پارنل د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې ویلي، چې د افغانستان د جګړې لپاره د پلټنې ډلې غړي به د روانې جولای په میاشت کې خپل کار پیل کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پارنل د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې ویلي، چې د افغانستان د جګړې لپاره د پلټنې ډلې غړي به د روانې جولای په میاشت کې خپل کار پیل کړي.
هغه ویلي، په افغانستان او ویتنام کې د امریکا د جګړې پرمهال د رامنځته شویو پیښو سره ورته پیښې باید تکرار نشي.
نوموړي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه څېړنو ته په اشارې سره ویلي، چې د دغه څېړنو موخه د امریکا په پوځي برخه کې د دغه معلوماتو شاملول او کارول دي.
هغه زیاته کړه، چې تر اوسه پورې له بېلابېلو کسانو سره په دې تړاو مرکې شوې دي.
هغه وایي: «څنګه موږ د یوې ادارې په توګه ډاډ ترلاسه کولای شو، چې د ویتنام او هغه څه چې په افغانستان کې پېښ شوي؛ بیاځلې تکرار نشي؟ د ویتنام او افغانستان په سفارتونو باندې چورلکې؛ دا د دغه شخړو لپاره هغه پای نه و، چې موږ غوښت.»
د ټرمپ اداره اوس له افغانستانه د امریکا د وتلو څرنګوالي په اړه څېړنه کوي او خبرداری یې ورکړی، چې په دې برخه کې ښکېل جنرالان باید مسوول وګڼل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په وار، وار له افغانستانه د امریکا د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده.
ټرمپ په وار، وار د امریکا په پخواني ولسمشر جو بایډن نیوکه کړې او له افغانستانه د امریکا وتنه یې «شرموونکې» یاده کړې او ویلي یې دي، چې امریکا باید د بګرام اډه نه وای پرېښې.

له ایرانه په بې ساري ډول د افغان کډوالو د ډله ییزې اېستنې په تړاو د غبرګونونو په دوام، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستنې په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د اعلامیې له مخې، دغه اقدام په داسې حال کې دی چې افغانستان له ژور بشري، سیاسي او امنیتي ناورین سره مخ دی او همداراز د ایران دغه چاره د افغان کډوالو او د هغوی د کورنیو د کرامت او بشري حقونو خلاف دی.
په دغې اعلامیې کې د ایران له دولته غوښتل شوي، چې له دې هېواده د افغان کډوالو جبري اېستنه باید د انساني کرامت د اصولو، د اسلامي ارزښتونو، د ګاونډيتوب او نړۍوالو حقوقو په پام کې نیولو سره ترسره شي او همداراز په یاده اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې انساني او عادلانه چلند په سیمه کې د انساني او امنیتي بحران د رامنځته کېدو په برخه کې مهم رول لري.
اعلامیه کاږي: »د افغان کډوالو د اېستنې په برخه کې د ایران د چارواکو پرېکړې باید مسوولانه وي او د تېر نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون د هغو کسانو پر اېستنې چې د بېرته ستنېدنې پر مهال له جدي ګواښ، مجازاتو او غچ اخیستنې سره مخ دي، بیا کتنه وشي.»
له دې سره سم، د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت یوه مرستیال تمیم عاصي هم پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې له کلونو راهیسې افغانان په ایران کې له سپکاویو ډک چلند او وهلو ډبولو سره مخ دي او دا په ایران کې د سلګونه زره افغان کډوالو د ژوند تجربه ده.
تمیم عاصي په ډاګه ویلي: «افغانان د اسراییل او نتنیاهو له کثافت کاریو سره هېڅ تړاو نه لري. له فلسطینیانو سره د اسراییل او له افغانانو سره د ایران په چلند کې هېڅ توپیر نشته.»
د ویلو ده، چې ایران له دومره غبرګونونو سره-سره لا هم په ډله ییزه او جبري توګه د افغان کډوالو د اېستنې په تړاو په خپلې پرېکړې څه بدلون نه دی راوستی.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وایي، چې د بېګناه مسلمانانو پر ضد د وسلې پورته کول «مطلق حرام» عمل دی او دا ډول کړنه د «الهي لعنت او غضب» لامل ګرځي. نوموړي دا څرګندونې د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د وسلوالې نښتې په غبرګون کړي.
حکمتیار د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) په خپل اېکس کې ویلي: «پر هر هغه مسلمان وسله پورته کول چې نه یې څوک ناحقه وژلي او نه یې پر بل چا وسله پورته کړې وي، په مطلق ډول حرام دي. څوک چې دا کار وکړي، د الله له لعنت او غضب سره به مخ کېږي او د تل لپاره به په دوزخ کې وي.»
نوموړي ټینګار کړی، چې د بدخشان د خاش ولسوالۍ پېښه باید له همدې دیني او انساني لیدلوري وکتل شي، نه یوازې له امنیتي یا سیاسي زاویې.
هغه پر اسلامي اصولو ټینګار کړی او له ټولو اړخونو یې وغوښتل، چې له تشدد، غچاخیستنې او بېدلیله تاوتریخوالي ډډه وکړي.
د حکمتیار دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په ټول هېواد کې د طالبانو له خوا د انساني حقونو نقض، پر ملکي وګړو تشدد او د بیان او مدني فعالیتونو محدودیتونه د داخلي او نړۍوالو اندېښنو سبب شوي دي.
بلخوا، د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو او ځايي اوسېدونکو تر منځ وسله والې نښتې د طالبانو پر ضد پاڅون بللی دی.
د طالبانو یوه سیمه ییز چارواکي او څو نورو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې دغه وسله واله نښته د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو پر سر رامنځته شوې؛ خو امرالله صالح بیا وايي، دغه نښته د کوکنارو له کرکېلې سره هېڅ تړاو نه لري.
هغه زیاتوي: «د طالبانو تبلیغاتي رسنۍ که هر څه وايي؛ دا موضوع له کوکنارو سره هېڅ تړاو نه لري. دا د انصاف لپاره یو پاڅون دی.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د بېړنیو مرستو نړۍوال صندوق وایي، د ایران او افغانستان ترمنځ د اسلامکلا پر پوله د لمر د سختې تودوخې او دوړو په منځ کې سلګونه کورنۍ او ماشومان د ستنېدو په حال کې دي، چې له پولې تېرېدونکي زرګونه ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د سوېلي اسیا لپاره د یونېسف سیمه ییز مشر «سنجې ویجسیکرا » وایي، چې دا یوه د زړه خوږي او دردونکې منظره ده او تر ټولو خواشینوونکی وضعیت یې لیدلی دی.
هغه زیاتوي، یوازې د جون په میاشت کې تر ۱۶۰ زرو زیات افغانان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
یونېسف وایي: «راستانه شوي ماشومان، ښځې او نارینه د وېرې، ستړیا، لوږې او نامعلوم برخلیک د کیسو سره افغانستان ته راګرځي. د دوی په څېرو کې له ورایه ښکارېږي چې له کومو سختیو، بېسرپناهیو او بېوسیو سره مخ شوي دي. دوی خپل کورونه، ملګري او ژوند پرې ایښی، خو معلومه نه ده چې اوس څه کوي او کوم لور ته ځي.»
یونېسف زیاتوي: «موږ او زموږ ملګرې ادارې او غېر دولتي سازمانونو له خوا هڅې روانې دي چې دې بېړني بشري بحران ته ځواب ورکړو، ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي تر څو د ناروغیو په ځانګړي ډول ګوزڼ مخه ونیول شي.»
یونېسف وویل: «د تغذیې متخصصین د ماشومانو وزنونه اندازه کوي او هغو ته چې خوارځواکي لري، ځانګړي خواړه ورکوي. پاکو اوبو ته لاسرسی برابر شوی، تشنابونه نصب شوي او کوچنيو ماشومانو ته د «ماشومدوسته» خوندي ځایونه چمتو شوي، چېرته چې دوی ارام کولی شي، لوبې کولی شي او لږ څه له رواني فشار څخه ځان خلاصولی شي.»
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د بېړنیو مرستو نړۍوال صندوق د یوې ۱۶ کلنې نجلۍ چې فاطمه نومېږي، له قوله یې لیکلي: «زما هیله دا وه چې ډاکتره شم. خو اوس دلته چې نجونو ته د زدهکړو اجازه نشته، زما راتلونکی تیاره ښکاري.»
د یونېسف سیمهییز چارواکي وایي، د ماشومانو اړتیاوې پراخې دي. که څه هم یونېسف او شریکان یې هڅې کوي، چې د بېړنیو اړتیاوو ځواب ورکړي، خو دا هڅې کافي نه دي.
د دوامداره مرستو لپاره نړېوالې ټولنې ته اړتیا ده. مالي سرچینې باید پراخې شي او نړۍوال ملاتړ باید زیات شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ډله ییزې اېستنې په درشل کې د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال سازمان ویلي، یوازې په تېره جون میاشت کې شاوخوا ۸۰ زره ماشومان له ایران را اېستل شوي، چې دغه شمېر د مې میاشتې په پر تله د دوه برابره زیاتوالي ښکارندويي کوي.
د دغه سازمان په وینا، په دې سره به په افغانستان کې خدماتي سیستم لا پسې وځپل شي.
د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال سازمان په وینا، له دې ماشومانو شاوخوا ۶ زره او ۷۰۰ یې بې سرپرسته دي او ۳۹ سلنه یې بیا چې اوس ایران ته رسېدلي وو، په زوره بېرته افغانستان ته اړول شوي دي.
د ایران حکومت د روان کال د مارچ تر ۲۰مې په دغه هېواد کې مېشتو ټولو بېاسناده افغانانو ته د وتلو مهلت ورکړی و، چې ورپسې د راستنیدو بهیر له اپرېل راهیسې چټک شو.
د یادولو وړ ده، چې افغانستان ښايي د نړۍوالو سرلیکونو څخه لوېدلی وي، خو د دې هېواد ماشومان، مېندې او اړې کورنۍ لا هم د مهربانۍ او انساني مرستې تمه لري.

یو شمېر ښځینه فعالانې وایي، چې ځینو مدني فعالانو امنو هېوادونو ته له رسېدو وروسته خپل مسوولیتونه هېر کړي. دوی زیاتوي، چې مدني فعالان باید په ایران کې د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د هغو افغان ښځو لپاره چې له ناسم چلند سره مخ دي، غږ پورته کړي.
د ازادۍ لپاه د افغان ښځو د متحد غورځنګ یوې غړې بنفشه ظفري افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د دې څرګندونو سربېره وویل: «که چېرې واقعا د ښځو د حقونو او ازادۍ لپاره درېدلې وای؛ نو نن د ازموینې ورځ ده. په ایران کې هره ورځ له افغان کډوالو او په ځانګړې توګه له افغان ښځينه کډوالو سره تبعیضي چلند او ظلم کېږي او همداراز په خپل سر نیول کېږي. »
نوموړې په ډاګه کړې، چې اوس د چوپتیا د غوره کولو وخت نه دی؛ بلکې د مدني فعالانو انساني او اخلاقي مسوولیت دی، چې په ایران کې د افغان ښځينه کډوالو غږ پورته کړي.
بنفشې ظفري افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي: «دا اوسنی وخت، د سکوت وخت نه دی؛ بلکې ستاسو انساني او اخلاقي مسوولیت دی، چې د هغو ښځو غږ واوسی، چې د فریاد لپاره غږ نه لري او د هغو نجونو لپاره باید د عدالت غوښتنه وکړئ چې په ایران کې دي. نن ستاسو مبارزه دلته "ایران" ده؛ نه په بې پایلو کنفرانسونو کې.»
د ویلو ده، چې تر اوسه ځينو مدني ټولنو له ایرانه د افغان کډوالو د اېستنې په تړاو غږ پورته کړی؛ خو کله چې په یوه نړۍوال فارمټ کې د افغان ښځو د حقونو او ورته نورو مسایلو خبرې کېږي؛ نو هر څوک ځان د دې مستحق ګڼي چې په یاد نړۍوال فارمټ او یا هم غونډه کې حضور ولري؛ خو ځينې یاد فعالان د کډوالو د دغه ډول بوږنوونکي وضعیت په تړاو چوپه خوله دي.
له دې سره، د افغان ښځو د معترضو غورځنګونو اېتلاف یو شمېر غړو له ایران څخه غوښتي، چې له افغان کډوالو سره انساني چلند وکړي او د ښځو او ماشومانو له شړلو ډډه وکړي.
دغو ښځو په ایران کې د"ښځې، ژوند، ازادي" په شعار سره ټینګار کړی، چې اسلامي جمهوریت باید د کډوالو سپکاوی ودروي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د جمهوریت له بیا واکمنېدو وروسته د مدني ټولنې جوړېدل او د فعالانو رامنځته کېدل یو له لویو او مهمو لاسته راوړنو ګڼل کېږي.
د مدني ټولنې د فعالانو مسؤولیتونه ډېر مهم او حیاتي دي؛ ځکه دوی د ټولنې د ښېرازۍ، عدالت، بشري حقونو، شفافیت او د خلکو د غږ پورته کولو لپاره کار کوي.
خو په افغانستان کې د جمهوري نظام له رانسکورېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته مدني ټولنې لغوه شوې او ډېری فعالان یې له هېواده ووتل او ځينې چې لا هم په هېواد کې پاتې دي، هېڅ ډول غږ نشي پورته کولی.
د ایران دولت له لوري په یو مخیز ډول د افغان کډوالو د اېستنې په تړاو د غبرګونونو په لړ کې د مدني ټولنې ډېرو کمو فعالانو غږ پورته کړی دی.

د ایران او اسراییل ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو په جبري ډول اېستل په بېسارې توګه لوړه شوې ده. په دغو کډوالو کې چې استادان، محصلین، ښوونکي او د ښوونځیو زدهکوونکي شامل دي، له یو تیاره او ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.
د «یو ډبلیو اېن» تعلیمي وېبپاڼې د راپور له مخې، د ایران رسمي شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۴ کال تر ډسمبر پورې له ۶۰ زرو زیات افغان محصلین په ایراني پوهنتونونو کې شامل وو.
تېر کال د تهران په یوه سیمینار کې د علامه طباطبایي پوهنتون مرستیالې ماندانا تیشیار وویل، چې په تهران کې د افغان محصلینو شمېر د کابل له محصلینو زیات دی. همداراز تر ۶۰۰ زرو زیات افغان ماشومان په ایراني ښوونځیو کې شامل دي.
د کډوالو نړۍوال سازمان (IOM) د جون په۳۰مه یوه راپور کې وویل، چې یوازې په تېره میاشت کې له ۲۵۶ زرو زیات افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي، یو داسې هېواد ته چې د بېرته ستنېدونکو د منلو وړتیا نه لري.
د ایران حکومت د مارچ ۲۰مه نېټه وروستۍ مهلت ټاکلې وه چې ټول بېاسناده افغان کډوال دې له دې هېواده ووځي. له همدې کبله د اپرېل له میاشتې راهیسې د افغان کډوالو وتنه ګړندۍ شوې او په جون کې خپل وروستي حد ته رسېدلې ده.
یوازې د جون په ۲۵مه، یعنې د امریکا له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو تر برید دوه ورځې وروسته، ۲۸ زره افغانان له ایرانه راستانه شوي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د جون ۲۶مه ویلي چې یوازې په یوه ورځ ۳۶،۱۰۰ افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازي عرفات جمال ویلي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړې له امله له ایرانه د وتونکو افغانانو شمېر له ۵ زرو څخه شاوخوا ۲۰ زرو ته لوړ شوی.
نوموړي ویلي، چې دا حالت یوازې د جګړې پایله نه، بلکې یوه روانه لړۍ ده چې پکې ګڼ شمېر افغانان ځورول کېږي، شړل کېږي یا د مجبورۍ له مخې بېرته ستنېږي.
استاد احسان حیدري چې تازه له ایرانه راستون شوی، وایي: «ایران له ۲۰۲۱کال وروسته یوازینی هېواد و چې افغان پوهانو او پرمختللي فکر لرونکو ته یې د کار او زدهکړو امکانات برابر کړي وو، خو اوس دا دروازه هم تړل کېږي.»
نوموړی چې د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد و، د طالبانو له ګواښونو وروسته تهران ته تښتېدلی و، هلته یې خصوصي تدریس کاوه او د نړۍوال بورس تمه یې لرله، خو د اسنادو او اقامې له نشتوالي سره، ایراني چارواکو پرې فشار زیات کړ.
هغه وایي: «کله چې نړۍوال بورسونه بند شول او د بهرنیو تبادلو امکانات ختم شول، ایراني پوهنتونونه له نړۍ سره زموږ وروستی پل و، دا پل هم اوس نړېږي.»
ایران د کلونو راهیسې له ۳.۵ میلیونو زیات افغان کډوالو کوربهتوب کړی، خو په وروستیو کلونو کې یې پر بېاسناده کډوالو فشار زیات کړی.
د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزارت په ۲۰۲۳ کال کې هغو افغان محصلینو ته د نوملیکنې اجازه بنده کړه چې پاسپورټ او د تحصیل ویزې نه لري. دا بندیز تر اوسه دوام لري.
طالب چارواکي وايي، چې اوسمهال له ایرانه په ورځ کې تر لسو زرو ډېر افغانان بېرته راستېږي.
د طالبانو د کډوالو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په وروستیو درېیو میاشتو کې له ۹۰۰ زرو زیات افغانان له ایرانه بېرته راغلي، چې ډېری یې بېوسه، بېسرپناه او بېروزګاره دي.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته زرګونه استادان یا له دندو ګوښه کړای شوي یا یې خپل هېواد پرېښی او یا هم د هغوی پر ځای د طالبانو پلویان ګومارل شوي.
یوازې په کابل پوهنتون کې تر ۱۶۰ زیات استادانو له دندو لرې کړای شوي او یا یې استعفا کړې ده، دا شمېر د هرات په پوهنتون کې تر ۷۵ استادانو رسېدلی و.
د هرات د یوه خصوصي پوهنتون پخواني مشر محمد رضازاده وویل: «موږ نه یوازې استادان له لاسه ورکوو، بلکې مفکرین، مشران او هم هغه کسان چې له نړۍ سره یې علمي اړیکې درلودې له لاسه ورکوو.»
په افغانستان کې د طالبانو د سختو تګلارو له امله د ټولنې ټول قشرونه په ځانګړې توګه ښځینه استادانې له جدي محدودیتونو سره مخ دي. د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې طالبانو د ښځو لوړې زده کړې بندې کړې او ۲۰۲۳ کې یې ښځینه محصلینو ته د طب زده کړې هم بندې کړې، اوس له ایرانه راستنېدونکې ښځینه استادانې هم له زدهکړو او تدریس محرومې دي.
سمیه رحیمي چې په مشهد کې د سیاسي علومو یوه پخوانۍ ښوونکې وه، وایي: «په ایران کې مې کولای شول چې لږ تر لږه کار وکړم، سیمینارونه او ورکشاپونه ووینم. دلته خو حتی خپل پخواني دویم کور پوهنتون ته نشم ننوتلی.»
