• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې وایي چې وسله والو د بدخشان په زیباک کې د اغا خان بنسټ مذهبي مشر وژلی دی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۹ GMT+۱

له بدخشان څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، فضل احمد پاییز چې د زیباک ولسوالۍ د «اغا خان بنسټ مذهبي قونسل» و، تېره شپه په خپل کور کې د وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی افغانستان انټرنشنل ته د هغه په وینو د لړلي جسد انځورونه هم رسېدلي دي.

سرچينې وايي، چې نامعلومو وسله والو د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) ماښام د تیزاب په کلي کې د فضل احمد پاییز په کور برید وکړ او له کوره څخه له اېستلو وروسته یې په ډزو وژلی دی.

د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دا په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د اسماعیلي ټولنې سره د اړوندو کسانو دویمه هدفي وژنه ده.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې اسماعیلي ټولنه په ځانګړې توګه په بدخشان کې د زیاتېدونکي فشار سره مخ ده.

د بدخشان د یمګان ولسوالۍ اوسېدونکی او د روغتیا نړۍوال سازمان کارکوونکی سېد قیام الدین تېره میاشت په جلال اباد ښار کې له سختې شکنجې وروسته وژل شوی و.

یو شمېر راپورونه ښيې، چې دغه مذهبي ډله په ځینو سیمو کې له ګواښونو او په زور سره د مذهب بدلولو ته مجبوره شوې.

تیر کال د طالبانو ولسوال جمعه خان فاتح د نسي دروازې په سیمه کې لسګونه اسماعیلي پیروان اړ کړل، چې مذهب بدل کړي.

سرچینو ویلي، چې طالبانو په بدخشان کې د اسماعیلي پیروانو لپاره «جهادي مدرسې» جوړې کړي او سُني ملایان هڅه کوي، چې د اسماعیلي ټولنې مذهب بدل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان او نړۍ کې د اسماعیلي مسلمانانو مشر شهزاده کریم اغا خان تېر کال په پرتګال کې مړ او په مصر کې خاورو ته وسپارل شو.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په ګډون یو شمیر نړۍوالو مشرانو او نړۍوالو شخصیتونو د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل؛ خو طالبان چوپ ​​پاتې شول.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

سي‌بي‌اېس په ایران کې د امریکا د اېف ۱۵ الوتکې د پرېوتو نوي جزییات خپاره کړل

۴

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل

۵

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ