طالبان: په تېره یوه اونۍ کې د ورېښمو پله لارې ۶۵ زره افغان کډوال راستانه کړل شوي

په نیمروز ولایت کې ځايي طالب چارواکو ویلي، چې د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې د ورېښمو پله له لارې ایران شاوخوا ۶۵ زره افغان کډوال راستانه کړي دي.
په نیمروز ولایت کې ځايي طالب چارواکو ویلي، چې د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې د ورېښمو پله له لارې ایران شاوخوا ۶۵ زره افغان کډوال راستانه کړي دي.
په نیمروز کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ دوام لري او ځايي مسوولینو له تازه راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو لپاره اضافي کاري پرسونل په دنده ګومارلي دي.
طالب سرچینو ویلي، چې په نیمروز ولایت کې یې کډوالو ته د خوړو رسولو، مالي مرستو، روغتیايي او مخابراتي خدماتو لپاره چمتووالی نیولی او تازه راستانه کړل شوي کډوال له ثبت وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدوي.
پر همدغه مهال په نیمروز ولایت کې د طالبانو د والي د دفتر رییس ملي تلویزیون ته ویلي، چې په ورستیو ورځو کې د ایران له خوا د افغان کډوالو د راستنولو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ نږدې درې زره کورنۍ د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستنیږي .
دا په داسې حال کې ده، چې ایران له اسراییل سره تر جګړې وروسته په ډله ییزه توګه د افغان کډوالو د شړلو عملیات پیل کړي او نړیوالو بشري سازمانونو دغو کډوالو ته د مرستو رسولو لپاره د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.