• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډاکټر اشرف غني: افغانستان باید هېڅکله د سیمه ییزو او نړۍ والو د جګړې ډګر ونه ګرځي

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه پاډکاسټ کې ویلي، چې افغانستان باید هېڅکله د سیمه‌ییزو یا نړۍوالو جګړو ډګر ونه ګرځي او د هېواد د پرمختګ لپاره اړینه ده، چې بې طرفي خپله شي، بنسټونه پیاوړي شي او د یوه ملي تفاهم پر بنسټ د ۲۰۴۷ کال لپاره واضیح نقشه جوړه شي.

په دې پاډکاسټ کې چې د افغانستان د هوايي سکټور پر وضعیت تمرکز شوی، غني ویلي چې د جمهوري نظام پر مهال د هوايي ټرانسپورټ، کورېډورونو او نړۍوالو اړیکو په برخه کې ارزښتناک کار شوی و او دا تاسیسات کولای شي، د افغانستان راتلونکي ته یو ځانګړی شکل ورکړي.

هغه زیاته کړې: «افغانستان نن داسې بنسټونه لري، چې کولای شي د معاصر افغانستان تر درې سوه کلنۍ، یعنې ۲۰۴۷ کال، پورې د پرمختګ قوي اساس جوړ کړي.»

غني یادونه کړې، چې د «اریانا افغان» هوایي شرکت زوال یو خبرداری دی، چې د رهبرۍ، مدیریت او ثبات نشتون څومره مهم اغېز کولی شي.

نوموړي وویل، سره له دې چې ستونزې شته، خو لا هم داسې بنسټیز ظرفیتونه شته چې د هوایي ټرانسپورټ، نړۍوالې سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال لپاره کار ترې واخیستل شي.

ډاکټر غني وویل: «موږ د هوايي کوریډورونو، باروړونکو الوتنو، او نړیوالو مارکېټونو سره د نښلولو برخو کې سترې لاسته‌راوړنې لرلې. دا تاسیسات باید له منځه ولاړ نه شي، بلکې د سولې، ثبات او اقتصاد د بیا ودانۍ لپاره ترې استفاده وشي.»

اشرف غني پر دې هم ټینګار وکړ، چې افغانستان باید د بهرنیو قدرتونو د سیالیو قرباني نه شي او یوه واضیحه او دایمي بې طرفي خپله کړي.

نوموړي وویل: «افغانستان د څلوېښتو کلونو جګړو زخمونه لري. دایمي بې طرفي چې د نړۍوالو ژمنو پر بنسټ ولاړه وي، موږ ته دا فرصت راکوي، چې بېرته د ثبات پر لور ګام واخلو او ملت ته هیلې ورکړو.»

غني دا هم څرګنده کړه، چې راتلونکې لسیزه د نړۍوالو بدلونونو له پلوه تر ټولو مهمه ده او که افغانستان دې بدلونونو ته ځان چمتو نه کړي، نو بېرته به شاته پاتې شي.

هغه وویل: «راتلونکې لسیزه د معلوماتي ټکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا او انرژۍ په برخو کې د نړۍ تر ټولو انقلابي دوره ده. که موږ پر همدې ځای ودریږو، دا د بربادۍ پیلامه ده. موږ باید د ۲۰۴۷ کال لپاره واضیح ملي نقشه، اجماع او همغږي ولرو.»

غني وړاندیز وکړ، چې یوه پراخه ملي اجماع، د پالیسي جوړونې بنسټونه، نړۍوالو اړیکو بیا رغونه او د کورني ظرفیت تقویه باید د هېواد د پرمختګ اصلي تګلاره شي.

د خبرو په پای کې ډاکټر اشرف غني له تاریخي تجربو عبرت اخیستلو ته اشاره کړې او ویې ویل: «که موږ له تېرو عبرت وانخلو، نو بیا به د ۱۹مې پېړۍ په څېر یوازې پاتې شو – یو تجزیه شوی، شاته پاتې، او د نورو له خوا کنټرولېدونکی افغانستان به مو برخلیک وي.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو کارپوهانو افغانستان ته د ترهګرو د ستنېدو خبرداری ور کړی

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۴۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو کارپوهانوخبرداری ورکړی چې بهرني ترهګر په زیاتېدونکي ډول افغانستان او مرکزي اسیا ته راګرځي. دغو کارپوهانو ویلي، چې وسله وال د انټرنېټ له لارې ګڼ شمېر افراطي کسان جذبوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو خپل تازه رپوټ د چارشنبې ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړ. دوی د بهرنیو ترهګرو د راستنېدو هدف د سیمې د امنیت کمزوري کول وبلل.

کارپوهانو امریکا او اروپا ته دداعش د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې څو وروستي ترهګریز پلانونه ډېری د غزې او اسراییل د جګړې له اغېزو شوي دي.

کارپوهانو د نیو اورلیان د جنورۍ د لومړۍ پېښې یادونه وکړه، چې یوه امریکایي د داعش ملاتړ اعلان کړ او پر یوه غونډه یې برید وکړ، چې ۱۴ کسان یې ووژل.

دا له۲۰۱۶ کال راهیسې په امریکا کې تر ټولو مرګونی برید ګڼل شوی چې القاعده او داعش ته نسبت ورکول شوی دی.

کارپوهانو زیاته کړې چې امریکایي چارواکو یو پلان هم شنډ کړی چې له داعش نه په الهام اخیستو سره په میشیګان کې د یوې نظامي اډې پر ضد د ډله ییزو ډزو پلان و.

امریکایي چارواکو څو ځله خبرداری ورکړی چې افغانستان د داعش لپاره یو خوندي پناه ځای دی او دا د امریکا د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

افراطي ډلې ډېره برخه پیسې د نغدو او غیر رسمي حوالو د سیستمونو له لارې انتقالوي.

کارپوهانو وویل چې داعش په زیاتېدونکي ډول د پیسو د انتقال لپاره له ښځو کار اخلي.

کارپوهانو دا هم ویلي، چې داعش- خراسان «د اروپا او امریکا پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دی».

د پاکستان کابینې له افغانستان سره د ترجیحي تعرفو تړون تصویب کړی

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۰۱ GMT+۱

د پاکستان فدرالي کابینې له افغانستان سره د ترجیحي تعرفو لاسلیک شوی تړون تصویب کړ. دغه تړون د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له خوا فدرالي کابینې ته وړاندې شوی او له مخالفت پرته تصویب شوی دی.

اسلام اباد ویلي، چې دا تړون به د ۲۰۲۵ کال د اګست له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۳۱مې پلی کېږي.

په دغه تړون کې د دواړو هېوادونو اته کرنیزو محصولاتو ګمرکي تعرفو ته تخفیف ورکړل شوی، چې د افغانستان له لوري د انګورو، مڼو انارو او سرو رومیانو پر صادراتو او د پاکستان له لوري د کیلو، الوګانو او کینو پر وارداتو ګمرکي تعرفه ۲۷ سلنې ته راکمه شوې ده.

د پاکستان فدرالي کابیني له افغانستان سره د ترجیحي تعرفو هوکړه په داسې حال کې تصویب کړی، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال ترمنځ له دوه ورځنیو ناستو وروسته د څلور ـ څلور قلمه تازه کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو د ګمرکي تعرفو د کمښت تړون لاسلیک شو.

ابراهیم صدر د بادغیس چارواکي د اوامرو اطاعت ته وبلل

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو معین ابراهیم صدر باغیس ولایت ته سفر کړی او هلته یې په یوې غونډې کې ویلي چې امنیت او شرعي نظام د ولس، علماوو اوسرتېرو، د قربانیو پایله ده. نوموړي له محلي چارواکو غوښتنه کړې، چې د اوامرو اطاعت وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د پنجشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي چې، صدر د بادغیس له والي وغوښتل چې ټولو ولسوالیو ته سفرونه وکړي، د خلکو ستونزې واوري او له مربوطه ادارو سره یې شریکي کړي.

همدا راز صدر د بادغیس له امنیه قوماندان څخه وغوښتل چې د سرتېرو ستونزي راټولې او له نږدې یې وڅیړي.

نوموړي په خپلې وینا کې ویلي: «د مجاهدینو سیرت او صورت باید له سنت او شریعت سره برابر وي.»

هغه زیاته کړې چې د نظام د بریا لپاره قوم، سمت، ژبه، اړیکې او واسطه باید له منځه ولاړه شي، عدالت باید د قرابت، عداوت، او مال له اغیزو پاک وساتل شي.

صدر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د امر اطاعت اړین دی.

هغه له دې مخکې هم ټینګار کړی و چې د طالبانو د مشرهبت‌الله اخوندزاده اطاعت باید بې‌قید او شرطه وشي او دا یې د «خیر او برکت» سبب بللی و.

صدر تر دې مخکې هزاره میشتو ولایتونو دایکندي او بامیان ته سفرونه کړي وو.

ابراهیم صدر، چې د طالبانو مشر ته نږدې کس ګڼل کېږي، ډېر کم په رسنیو کې راڅرګندېږي.

د لبنان ولسمشر : حزب الله دې خپلې وسلې حکومت ته وسپاري

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۱

د لبنان ولسمشر جوزف عون د دغه هېواد له وسله والې ډلې غوښتنه کړې، چې خپلې وسلې دولت ته وسپاري. نوموړي خبرداری ورکړی، چې د دې ډلې دوامداره وسله وال فعالیتونه کولی شي اسراییل ته د برېدونو د دوام پلمه په لاس ورکړي. نوموړي ویلي، دا موضوع به د کابینې په غونډه کې و څيړي.

د لبنان ولسمشر جوزف عون دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د لبنان د ملي اردو افسرانو ته په یوه وینا کې وکړې.

عون ویلي:« دا تاریخي فرصت باید له لاسه ور نه کړو او هڅه وکړو چې وسلې یواځې د اردو او امنیتي ځواکونو په واک کې پاتې شي.»

د راپورونو له مخې، واشنګټن پر لبنان فشار راوړی چې حزب الله بې وسلې کړي، څو د اسراییل برېدونو بندېدو ته لاره هواره شي.

امریکا وړاندېز کړی، چې حزب الله دې تر څلورو میاشتو پورې خپلې وسلې وسپاري او په بدل کې به یې د اسراییل ځواکونه له سویلي لبنان څخه ووخي. خو د لبنان حکومت په خپل متقابل وړاندیز کې له اسراییل څخه د سملاسي اوربند، د نیول شویو سیمو پرېښودلو او د حزب الله په ګډون د دولت تر حاکمیت لاندې د ټولو وسله والو ډلو بې وسلې کولو غوښتنه کړې ده.

د لبنان ولسمشر د کومې وسله والې ډلې له نوم اخېستو پرته ویلي:«تاسې د دولت جوړونې ارزښت باید درک کړئ او هغوی ته باید د جګړې د دوام پلمه په لاس ور نه کړئ.»

دا په داسې حال کې ده، چې د حزب الله مشر نعیم قاسم د چار شنبې په ورځ په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، چې د دوی د بې وسلې کولو غوښتنه یوازې د اسراییل په ګټه ده.

د کابل مرکزي سیلو د ورځې ۱۲۰ ټنه اوړه تولیدوي

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۱

د کابل مرکزي سیلو چارواکي وايي، دا مهال دغه سیلو په ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۲۰ ټنه پورې له لومړۍ څخه تر درېیمې درجې پورې اوړه تولیدوي. د سیلو د مسوولانو په وینا، په نویو ماشینونو سره د سیلو تولید ډېر شوی او تر څنګ یې د غلې دانې د زېرمه کولو او ډوډۍ پخولو چارې هم روانې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل مرکزي سیلو مسوولانو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې اوس مهال سیلو په بشپړ ظرفیت کار کوي او د نویو تجهیزاتو له امله یې ورځنی تولید زیات شوی.

د سیلو مسوولانو ملي ټلویزون ته وویل، چې « هڅه کوو، د هېواد د اړتیا وړ خوراکي موادو یوه مهمه برخه له همدې لارې برابره کړو».

یاده سیلو، چې پخوا د نظامي او ملکي ادارو اړتیاوې یې پوره کولې، اوس یو ځل بیا فعاله شوې.

طالب چارواکو هم ویلي، چې په وروستیو کې د هېواد ګڼ شمېر بنسټیز تاسیسات بېرته فعال شوي دي. د هغوی په وینا، د تولیدي کارخونو یو شمېر کمپلیکسونو هم بېرته خپل فعالیت پېل کړی، چې د اقتصادي ځان‌بساینې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

د یادونې وړ ده چې کابل مرکزي سیلو د خوراکي توکو د ساتنې، تولید او وېش یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي او د فعالېدو له امله یې ګڼې کورنۍ له وارداتي اوړو پرته، کورني تولید ته لاسرسی مومي.