د عبدالرحمن برومند بنسټ: په تېره یوه میاشت کې ایران ۱۰۲ کسان اعدام کړي

د عبدالرحمن برومند بنسټ دیوې څېړنې له مخې، د روان کال د جولای له پیل راهیسې په ایران کې لږ تر لږه ۱۰۲ کسان اعدام شوي دي.

د عبدالرحمن برومند بنسټ دیوې څېړنې له مخې، د روان کال د جولای له پیل راهیسې په ایران کې لږ تر لږه ۱۰۲ کسان اعدام شوي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې په ټول ایران کې لږ تر لږه ۷۳۰کسانو تهد اعدام سزا ورکړل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر لخوا راټول شوي معلوماتو ښيي، چېد ۲۰۲۵کال په لومړۍ نیمایي کې په ایران کې د اعدامونو شمېر د ۲۰۲۴کال په ورته موده کې د اعدامونو شمېر دوه چنده زیات دی، چې په دې موده کې ۲۹۷کسان اعدام شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت، خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې ایران ته له سفر کولو څخه په جدي ډول ډډه وکړي. دغه وزارت وايي، ایران حکومت په اوسني حالت کې له غیرعادي شک ګمان، تعقیب او امنیتي تعزیراتو سره مخ دی، بهرني وګړي او په ځانګړي ډول امریکایان له جدي خطر سره مخ کولای شي.
دغه وزارت وايي، د ایران حکومت په اوسني حالت کې له غیرعادي شکګمان، تعقیب او امنیتي تعزیراتو سره مخ دی، بهرني وګړي او په ځانګړي ډول امریکایان له جدي خطر سره مخ کولای شي.
په یوه لنډه اعلامیه کې، چې د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري پر ایکس خواله رسنۍ خپره شوې، راغلي: « د ایران رژیم له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، په یوه شکمن او امنیتمحور حالت کې دی. د جاسوسانو، مخالفینو او بهرنیانو پر وړاندې بېساري تعقیب روان دی.»
په اعلامیه کې ټولو هغو کسانو ته چې غواړي ایران ته سفر وکړي، خبرداری ورکړل شوی چې باید خپل تصمیم له سره وارزوي.
یاد وزارت ټینګار کړی: « تکرار کوو،چې امریکایيوګړي باید ایران ته سفر ونهکړي!»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وړاندې تر دې هم، خپلو وګړو ته د «لوړ خطر» هېوادونو په اړه خبرداري ورکړی، چې پکې ایران، سوریه، روسیه، او یو شمېر نور هېوادونه شامل دي.
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لهخوا پر روسیې د سولې د پرمختګ لپاره ټاکل شوی نوی ضربالاجل یو مهم ډېپلوماټيک اقدام وباله او ټینګار یې وکړ چې د جګړې د دوام یوازینی لامل روسیه ده.
دا څرګندونې د اوکراین ولسمشر او د بریتانیا د لومړي وزیر ترمنځ په ټلیفوني خبرو کې ترسره شوي دي.
د بریتانیا د حکومت دفتر (ډانینګ سټریټ) ویاندې د دواړو مشرانو تر منځ تر تلیفوني خبرو وروسته وویل: "دواړو مشرانو د ټرمپ لهخوا روسیې ته ټاکل شوی نوی ضربالاجل وستایه، څو د سولې په تړاو د ځنډ سیاست پای ته ورسول شي او ریښتینی پرمختګ ممکن شي."
هغې زیاته کړه: "دواړو مشرانو په دې موافقه وکړه چې د اوسنۍ جګړې د پای ته رسېدو یوازینی خنډ روسیه ده."
په منځني ختیځ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو وټکوف د جمعې په ورځ غزې ته د خپل سفر پرمهال په رفح سیمه کې د امریکا په ملاتړ د مرستو له عملیاتو لېدنه وکړه.
سټیو وټکوف ویلي، چې په غزه کې یې له پنځو ساعتونو څخه ډېر وخت تېر کړ او د دې سفر موخه یې ټرمپ ته په غزه کې د بشري وضعیت روښانه انځور وړاندې کول، د غزې خلکو ته د خوړو او روغتیايي مرستو رسولو دپلان په پراختیا کې مرسته ده.
نوموړي د دغه سفر پرمهال په غزه کې د مرستو رسولو هغه مرکز څخه لېدنه کړې، چې په مستقیم ډول د امریکا له خوا تمویل کیږي.
په همدې وخت کې ملګري ملتونه وایي، چې د مې میاشتې راهیسې د امریکا د مرستو مرکز له فعالیت وروسته، د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال تر ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي.
د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) ویلي، د افغان ښځینه کډوالو لوبډلې په سیډني کې د استعداد پېژندنې کمپ کې ګډون وکړ. فیفا ویلي، چې دا لمړی ځل دی، چې افغان کډوالې ښځې له هېواد څخه بهر په رسمي کمپ کې راټولې شوې دي.
د فوټبال نړیوالې ادارې ویلي تمه ده، چې افغان جلا وطنه ښځینه لوبډله به په ورته دوو نورو کمپونو کې هم برخه واخلي.
له یادو کمپونو وروسته به د جلا وطنه افغان ښځینه فوټبال ۲۳ کسیزه لوبډله وټاکل شي.
فیفا زیاتوي، چې دا هڅه به افغان ښځینه فوټبال لوبډله بېرته نړیوالو سیالیو ته راوګرځوي او لوبغاړو ته به د پرمختګ، زده کړې او یووالي نوې لارې پرانیزي.
د روسیې د دفاع وزارت ادعا کوي چې له شاوخوا ۱۶ میاشتنۍ جګړې وروسته یې د اوکراین په ختیځ کې د چاسېفیار ښار نیولي دی. دغه وزارت زیاته کړې چې دا به د نورو پرمختګونو لپاره لار خلاصه کړي.
د روسیې د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرپانه کې ویلي چې ځواکونو یې چاسېفیار ښار «ازاد» کړی دی.
پر همدغه مهال رویټرز اژانس د روسیې ځواکونو له خوا د یوې خپرې شوي ویډیو کره والی تایید کړی، چې ښيي د روسیې ځواکونه په ښار کې د دغه هېواد ملي بېرغ او د هوايي ځواکونو بېرغ پورته کوي.
خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د روسیې دا ادعا “ناسم معلومات” بللي دي. زېلېنسکي ویلي:«د چاسېفیار شاوخوا کې اوکرایني ځواکونه لا هم خپل مورچلونه ساتي او په دنېڅک، سومي او خارکیف کې یې د روسیې هر برېد ناکام کړی دی.»
د راپورونو له مخې، د چاسېفیار ښار په سویل لویدیځ کې پورت د پوکروفسک ښار هم د روسیې له سخت فشار سره مخ دی.
سره له دې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دي راغلي، خو د راپورونو له مخې، روسي ځواکونه ورو ورو د اوکراین په ختیځ کې پرمختګ کوي.