طالبانو له یو ترکمن شرکت سره د تورغونډۍ بندر د ودې او پراختیا تړون لاسلیک کړ

د طالبانو د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د ترکمنستان هېواد له یوه شرکت سره یې د تورغونډۍ بندر اړوند د رېلي ټرانسپورټي شبکې همغږي کولو، د انتقالاتو زیاتوالي، د ګودامونو جوړېدو او اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې یو تړون لاسلیک کړ.