پاکستان له افغانستان او متحده عربي اماراتو سره د خپلو لوبو مهالوېش رسنیز کړ

د پاکستان کرېکټ بورډ (پيسيبي) د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ملي لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزو ۲۰ اوریزو سیالیو رسمي مهالوېش رسنیز کړ.

د پاکستان کرېکټ بورډ (پيسيبي) د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ملي لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزو ۲۰ اوریزو سیالیو رسمي مهالوېش رسنیز کړ.
د دغه مهالوېش له مخې؛ دغه سیالۍ به د روان ۲۰۲۵کال د اګسټ پر ۲۹مه پیل شي او د سپټمبر تر ۷مې پورې به په شارجه کې دوام وکړي.
په لومړۍ لوبه کې به افغانستان او پاکستان د اګسټ پر ۲۹مه نېټه د لوبو ډګر ته ښکته شي.
له اعلان شوي مهالوېش سره سم؛ هره لوبډله به دوه ځلې له نورو لوبډلو سره مخ کېږي او په پای کې به غوره لوبډلې وروستۍ لوبې ته لار مومي.
د دغه لړۍ وروستۍ لوبه به د سپټمبر میاشتې په ۷مه نېټه ترسره شي.
دغه سیالي د نړۍوال جام په ګډون راتلونکو مهمو سیالیو لپاره د درې واړو لوبډلو د چمتووالي یوه برخه ده.


د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې سبا پنجشنبه د شپږيزه لیګ د لسم پړاو سیالیو پایلوبه د مس عینک اتلان او امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ تر سره کېږي. کرېکټ بورډ ویلي، چې دغه سیالۍ به په ځايي وخت د سهار پر لس بجې پيل شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) ویلي، چې سبا به د دې سياليو د لسم پړاو پایلوبه تر سره شي.
هغوی د کرېکټ له مينه والو غوښتنه کړې، چې د ټکټ اخیستلو لپاره پر وخت ځايي غرفو ته مراجعه وکړي.
د افغانستان په شپږیزه کرېکټ لیګ په لسم پړاو سیالیو کې پنځو لوبډلو (سپين غر پړانګان، بند امیر ښاماران، مس عینک، بُست ساتونکي او امو نهنګانو) برخه اخيستې وه.
په سیاليو کې د افغانستان د ملي لوبډلې مخکښو لوبغاړو هم برخه اخیستې وه.
د کرېکټ مبصرين په دې سياليو کې د نویو ځوانانو ځلېدل د افغان لوبډلې د ښه راتلونکي په معنا یادوي.
دغه سیالۍ د چنګاښ په ۲۷مه پيل شوې او سبا يې وروستۍ لوبه تر سره کېږي.
د مس عینک لوبډلمشر رحمان الله ګربز او د امو نهنګان لوبډلمشر عظمت الله عمرزی به د جام ګټلو لپاره وروستۍ هڅه وکړي.
په دواړو لوبډلو کې بیا هم د ملي لوبډلې لوبغاړي شته.

د شپږیزه کرېکټ لیګ په ۱۷مه لوبه کې امو نهنګان لوبډلې بُست ساتونکو ته د ۷۷ منډو په توپير او مس عینک لوبډلې بیا بند امیر ښامارانو ته د ۷۲ منډو په توپير ماتې ورکړل. امو نهنګان او مس عینک لوبډلې د دې سياليو پايلوبې ته لار پيدا کړه.
د شپږيزه کرېکت ليګ په دې سياليو کې د سې شنبه په ورځ (د زمري ۷مه) بُست ساتونکو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او امو نهنګانو ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
امو نهنګان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو بُست ساتونکو ته د ۱۲۹ منډو هدف وټاکه.
په امو نهنګان لوبډله کې سميع الله شينواري ۴۹ تر ټولو ډېرې مندې جوړې کړې؛ خو په بُست ساتونکو کې بیا وحیدالله ځدراڼ څلور لوبغاړي وسوځول.
بُست ساتونکو لوبډلې په خپلو ټولو لوبغاړو یوازې ۵۱ مندې جوړې کړې او د ۷۷ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
د دې سیاليو په دویمه لوبه کې بیا بند امیر ښامارانو د پچې په ګټلو سره د مس عینک لوبډلې په وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
مس عینک لوبډلې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۵ منډې هدف وټاکه.
د مس عینک په لوبډله کې وفي الله تره خېل ۷۸، فرمان الله ساپي ۷۲ او رحمان الله ګربز ۷۰ منډې جوړې کړې او د دې سيالیو په تاريخ کې يې تر ټولو لوړ هدف وټاکه.
بند امیر ښامارانو د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې جوړې کړې او د ۷۲ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
امو نهنګان او مس عینک لوبډلې د دې لوبو په ګټلو سره د سیاليو پايلوبې ته لاره پيدا کړه.

نن سېشنبه د ( زمري ۷مه) د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالیو پر دوام به د امو نهنګانو لوبډله د بُست ساتونکو پر وړاندې او په دویمه لوبه کې به د بند امیر ښامارانو لوبډله د مس عینک اتلانو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.
تېره ورځ هم بند امیر د بُست ساتونکو او سپین غر مس عینک ته ماتې ورکړې وې.
د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ د تېرې چنګاښ میاشتې په وروستیو کې د پنځو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې او د اګسټ میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.
په دغه سیالیو کې د افغانستان له ټولو زونونو پنځه لوبډلې سپینغر، امو، بند امیر، بُست او مس عینک برخه لري.

د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالیو پر دوام؛ نن به د دغه سیالیو لومړۍ لوبه د بُست ساتونکو او د بند امیر ښامارانو لوبډلو ترمنځ او دویمه لوبه به له غرمې وروسته د امو نهنګانو او سپین غر پړانګانو ترمنځ وشي.
د مس عینک اتلانو او امو نهنګانو لوبډلې په ۴ بریاوو او ۸ نمرو سره د دغه سیالیو د جدول په سر کې ځای لري.
د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ د تېرې چنګاښ میاشتې په وروستیو کې د پنځو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې او د اګسټ میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.
په دغه سیالیو کې د افغانستان له ټولو زونونو پنځه لوبډلې سپینغر، امو، بند امیر، بُست او مس عینک برخه لري.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې په دغه لیګ کې څه باندې ۹۰ لوبغاړو ته په پنځو لوبډلو کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی.
د شپږیزه کرېکټ لیګ په لسم پړاو سیالیو کې د ځوانو لوبغاړو ترڅنګ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو هم ګډون کړی دی.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړي محمد نبي له ایران نه هېواد ته له را ستنو شویو افغانانو سره چې دمګړۍ د کابل د کډوالو په پنډغالي کې مېشت دي، د یو میلیون افغانیو نغدي مرسته وکړه. نوموړي ویلي، چې دغه وضعیت ښه درک کوي ځکه دا حالت پرې د مهاجرت پر مهال تېر شوی دی.
د کرېکټ د دغه ستوري په وینا، دغه پیسې د محمد نبي خیریه بنسټ له لوري راټولې شوې وې او نن یې پر راستنو شویو کسانو وېشي.
محمد نبي همداراز له ملي او نړۍوالو خیریه بنسټونو وغوښتل چې په دې سختو شرایطو کې د دغو راستنو شویو افغانانو لاسنیوی وکړي.
د راپورونو له مخې، له ایران نه د را اېستل شویو افغانانو ژوند ډېر سخت دی او د بشري نړۍوالو بنسټونو چارواکو هم ویلي چې د بودجې د کمښت له امله نشي کولی د ټولو راستنو شویو کډوالو لاسنیوی وکړي.