د افغانستان پر وارداتو د ټرمپ تعرفې ۱۵ سلنې ته لوړې شوې

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ د ټولو هېوادونو پر سوداګریزو توکو د ډونالډ ټرمپ د تعرفو نوی نوملړ خپور کړ. په دغه نوملړ کې د افغانستان پر سوداګریزو توکو تعرفه له ۱۰ څخه ۱۵ سلنې ته لوړه شوې ده.

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ د ټولو هېوادونو پر سوداګریزو توکو د ډونالډ ټرمپ د تعرفو نوی نوملړ خپور کړ. په دغه نوملړ کې د افغانستان پر سوداګریزو توکو تعرفه له ۱۰ څخه ۱۵ سلنې ته لوړه شوې ده.
د دغې پریکړې له مخې؛ ۱۰ سلنه تعرفه یوازې پر هغو هېوادونو لوړېږي، چې له امریکا سره یې صادرات او واردات برابر وي؛ خو هغه هېوادونه چې له امریکا څخه لږ واردات ولري او صادرات یې ډېر وي، ۱۵ سلنه تعرفه ورباندې لګېږي.
د امریکا او افغانستان ترمنځ په ۲۰۲۴ کال کې ټوله راکړه ورکړه شاوخوا ۳۴ مېلیونه ډالره اټکل شوې ده.
د امریکا د سوادګرۍ ځانګړي استازي د معلوماتو پر پنسټ؛ په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د امریکا صادرات ۱۱.۴ مېلیونه ډالرو ته رسیدلي، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۷۶.۹ سلنه کموالی ښيي.
په ۲۰۲۴ کال کې له افغانستانه امریکا ته د وارداتو کچه ۲۲.۶ مېلیونه ډالرو ته ورسېده، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۱۳.۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د خوست ځایي اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د غلام خان بندر لاره د مساپرو پر مخ وتړل شوه. د دوی په وینا؛ نوموړې لاره د پاکستاني اړخ لهخوا افغانانو لپاره د ویزو جبريکېدو په موخه تړل شوې.
ورسره جوخت، په غلام خان بندر کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې پاکستان غواړي پر دغې لاره د تګ راتګ لپاره ویزه او پاسپورټ لازم او جبري کړي.
د سرچینو په وینا؛ تر دې مخکې پر همدې لار ناروغانو د ټوکن په واسطه تګ راتګ کاوه.
سرچینو زیاته کړې، لا تراوسه روښانه نهده چې پر دغې لارې به سوداګریزو موټرو ته هم اجازه ورکړل شي او که نه.
د ویلو ده، چې څو اوونۍ وړاندې هم دغه لار د پاکستان لهخوا د څو ورځو لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.
د روانې چنګاښ میاشتې په لومړۍ اوونۍ هم په خوست ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکو ویلي و، چې د غلام خان بندر لاره د پاکستان لهخوا تر بلې خبرتیا پورې تړل شوې ده.
خو د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي هغه مهال ویلي و، چې د غلام خان بندر لاره به د ( چنګاښ له ۲۵مې) څخه تر راتلونکو ۱۵ ورځو د بار وړونکو موټرو لپاره خلاصه وي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ تر سیوري لاندې د ځانوژنو پېښو پر دوام؛ د خوست ځایي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یو تنکي ماشوم ځانوژنه کړې ده. دا پېښه د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې شوې ده.
دوی جمعه (د زمري ۱۰مه) زیاته کړې، چې یاد ۱۳ کلن ماشوم د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژلی دی. د سرچینو په خبره؛ یاد ماشوم د تېزابو تر څښلو وروسته خپل ژوند پای ته رسولی دی.
د خوست اوسېدونکو د دغه ماشوم د هویت په تړاو څه نه دي ویلي. طالبانو هم تر اوسه په رسمي ډول د دغې پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هېواد په ګوټ-ګوټ کې د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې دي؛ خو د یوه ۱۳ کلن ماشوم پېښه یو څه نادره بلل کېږي.
افغانستان انټرنشنل-پښتو د روان کال په چنګاښ میاشت کې موندلې وه، چې د هغې میاشتې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځوانانو د ځانوژنې لږترلږه ۱۰ پېښې شوې وې. اقتصادي ستونزې، بېکاري او رواني فشارونه د دغه پېښو لوی لاملونه بلل کېږي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې ادعا کړې، چې د پنجشنبې په ورځ د (زمري ۹مه) ماښام مهال یې د کابل اوومې حوزې اړوند چهلستون سیمه کې پر طالبانو برید کړی دی. دغې جبهې ادعا کړې، چې دغه برید کې یې ۳ طالبان وژلي او دوه محتسبان یې ورته ټپیان کړي.
طالبانو لا تر اوسه د یادې جبهې د دغه ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.

د کډوالو د حقونو څار سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران له حکومت څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو پرله پسې او جبري اېستل دې ودروي؛ ځکه دا کار د کډوالۍ له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه کډوالو ډېره برخه هغه افغانان دي چې په ایران کې زېږېدلي او یا هم لوی شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د کډوالو د حقونو څار سازمان په ایران کې له افغان کډوالو سره خپله خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، ایران افغانان داسې هېواد ته شړي چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ دی او تر ستنېدو وروسته به دغه کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.
له ایرانه د سلګونه زره افغان کډوالو د اېستلو پر دوام ایراني چارواکي وايي، چې د دغه هېواد تولیدي کارخونې او د ښار کاري بنسټونه د کارګرانو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
د تهران د ښاري شورا غړي ناصر اماني ویلي، چې د افغان کډوالو تر اخراج وروسته د ښار په ښاروالۍ کې کاري ځواک شاوخوا ۸۰ سلنه کم شوی دی.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» په تازه خپور شوي راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۵ کال له پیله (د جولای تر ۱۹مې نیټې) له ایران او پاکستانه څه باندې ۱.۵ مېلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې له ایرانه نږدې نیم مېلیون کسان یوازې د جولای له لومړۍ نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو او یو چینایي شرکت ترمنځ د نفتو د قرارداد ناڅاپي لغوهکېدو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د ثبات او د لویو طبیعي پروژو د مدیریت لپاره د دغې ډلې د وړتیا په تړاو د نړۍوالو شنونکو پوښتنې راپورته کړې دي.
ډېپلومات مجلې ویلي، چې دغه پرمختګ ښايي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نړۍوالو پانګهوالو باور ولړزوي.
کاپیک (CAPEIC) شرکت چې د سترې چینایي نفتی کمپنۍ «پتروچاینا» یوه څانګه بلل کېږي، د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې یې له طالبانو سره د امو سیند د نفتو د استخراج قرارداد لاسلیک کړی و؛ خو طالبانو د کار له پیله تر ۱۸ میاشتو کمه موده کې قرارداد د «ژمنو د سرغړونې» له امله لغوه کړ، پرته له دې چې چینایي شرکت په عامه توګه د دې موضوع په اړه کوم غبرګون وښيي.
د ډېپلوماټ مجلې د مقالې لیکوال وايي، چې دغه اقدام که څه هم په ظاهري بڼه د طالبانو د «اقتصادي ځانبساینې» د تګلارې برخه ښکاري؛ خو بهرنیو پانګهوالو ته د بېثباتۍ، د قراردادونو د څارنې کمزورتیا او د سترو پروژو د مدیریت د لږې تجربې پېغام څرګندوي. مقاله زیاتوي، چې افغانستان د خپلو طبیعي زېربناوو د ښه استخراج لپاره بهرنۍ ټکنالوژۍ، پانګې او تخصص ته اړتیا لري؛ هغه څه چې له نړۍوالې همکاریو پرته ډېر ستونزمن تامینېږي.
مقاله کې راغلي، کاپیک (CAPEIC) په سیمه کې ډېره لږه کاري تجربه لرله او د هغې وروستۍ ثبت شوې پروژه په ۲۰۰۸کال کې وه چې په پایله کې یې کارپوهانو له پیله دې معاملې ته د شک په سترګه کتل.
ډېيلوماټ لیکي، چې له محدود اعتبار لرونکي شرکت سره کار کول د بهرنیو پانګونو د راجلبولو په برخه کې د طالبانو د ناسم فکر او عاجلانه سیاستونو نښه ده.
په راپور کې همداراز ویل شوي، چې د عینک مسو کان په ګډون افغانستان کې چینايي نورې پروژې هم له ځوړ سره مخامخ دي. که څه هم کان ته د سړک تېرېدو کار تېر کال پیل شوی؛ خو په سیمه کې یې عملي کار په ټپه ولاړ دی. د برېښنا نشتوالی، د پروژې ټکنۍ چارې او د لازمو زېربناوو نشتوالی د خنډونو اصلي لاملونه بلل کېږي.
شنونکي په دې باور دي، که طالبان غواړي نوي پانګهوال راجلب کړي؛ نو دوی باید روڼتیا، د قراردادونو ټیکاو او اغېزمن څار ډاډمن کړي؛ که نه نو د دغه هېواد طبیعي سرچینې به د اقتصادي ودې انجنونو په توګه د بدلېدو پرځای د ناکامو پروژو په توګه پاتې شي.
طالبانو اعلان وکړ، له چینایي شرکت سره د همکارۍ له پای ته رسېدو وروسته دوی پلان لري چې د امو سیند ساحې ته په یو اړخیزه توګه پراختیا ورکړي. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا؛ په دې برخه کې ۲۵ نوي څاګانې فعالې شوې او ځینې اړین تجهیزات له چین څخه ترلاسه شوي دي.
