د خېبرپښتونخوا په سوات، بونیر او ځینو نورو سیمو کې زرګونو کسانو د ناامنۍ پر ضد لاریون وکړ

د منظور احمد پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، چې د خېبر پښتونخوا په سوات، بونیر او ځینو نورو سیمو کې زرګونو کسانو د روانو ناامنیو پر ضد لاریونونه کړي دي.