د خوړو نړۍوال پروګرام: په غزه کې د قحطۍ تر ټولو بده سناریو راڅرګندېږي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې په غزه کې د قحطۍ تر ټولو بده سناریو راڅرګندېږي. یاد سازمان د جمعې په ورځ (د زمري ۱۰مه) پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د غزې دا قحطي په بدترین وضعیت کې ده او هلته باید په بېړني ډول اوربند وشي.