ایران به ډېر ژر افغان زیارت کوونکو ته د اربعین ویزې ورکول پیل کړي

په کابل کې د ایران سفارت قونسلي څانګې اعلان کړی، چې د اربعین د مذهبي مراسمو رانږدې کېدو په مناسبت، به د افغانستان لپاره د اربعین ویزو د صادرولو لړۍ ډېر ژر پیل کړي.

په کابل کې د ایران سفارت قونسلي څانګې اعلان کړی، چې د اربعین د مذهبي مراسمو رانږدې کېدو په مناسبت، به د افغانستان لپاره د اربعین ویزو د صادرولو لړۍ ډېر ژر پیل کړي.
د دغه سفارت قونسلۍ څانګې په یوې رسمي اعلامیه کې ویلي، دا بهیر به هممهاله له هغه وخت سره پیل شي چې د عراق حکومت افغان زیارتکوونکو ته د اربعین رسمي ویزې ورکول پیل کړي.
اعلامیه زیاتوي، چې د ویزې ورکولو شرایط او طرزالعملونه هغو شرکتونو ته، چې د زیارت تنظیم مسولیت لري، له مخکې نه رسماً ابلاغ شوي دي. یعنې هغه سیاحتي او زیارتي ادارې چې د خلکو اسناد راټولوي، له دغو نوو مقرراتو سره سم عمل کوي.
د ایران سفارت ټینګار کړی، چې د ویزو د ورکړې بهیر به د دې هېواد په ټولو سیاسي او قونسلۍ استازولیو کې، چې په افغانستان کې فعالیت کوي، تنظیم شي. دا استازولۍ په کابل، هرات، مزار شریف، ننګرهار او ممکن نورو لویو ښارونو کې فعالیت لري.
اربعین د مسلمانانو، په ځانګړي ډول د شیعه مذهبو د کلنۍ عقیدتي غونډې یو مهم مذهبي مناسبت دی، چې هر کال په میلیونونو مسلمانان د عراق کربلا ښار ته ځي. دا مراسم د امام حسین (ع) د شهادت له څلویښتمې ورځې سره سم ترسره کېږي.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو زرګونه کسان د اربعین د مراسمو لپاره عراق ته سفر کوي، چې ډېری یې د ایران له خاورې تېرېږي. له همدې امله، د ایران د ویزې ترلاسه کول د زیارت پر بهیر مهم اغېز لري.
که څه هم د ویزې دقیق شرایط په رسمي توګه نهدي خپاره شوي، خو سرچینې وایي چې دا ویزې به د زیارت لپاره ځانګړې وي او د کار، سوداګرۍ یا نورو فعالیتونو لپاره نهشي کارول کېدلای.


برتانوي رسنیو راپور ورکړی چې ډیویډ ویلیامز، چې د دې هېواد د دفاع وزارت دایمي منشي و، ټاکل شوې ده چې د روان کال په منی کې له خپلې دندې استعفا ورکړي. دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې د دغه وزارت له لورې د زرګونو افغان کډوالو محرم معلومات په ناڅاپي ډول افشا شول.
د برتانوي رسنیو راپور ورکړی چې ډیویډ ویلیامز، چې د دې هېواد د دفاع وزارت دایمي منشي و، ټاکل شوې ده چې د روان کال په منی کې له خپلې دندې استعفا ورکړي. دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې د دغه وزارت له لورې د زرګونو افغان کډوالو محرم معلومات په ناڅاپي ډول افشا شول.
د دفاع وزارت ویاند تایید کړې ده، چې د ویلیامز د ځای ناستي د ټاکلو لپاره بهیر پیل شوی دی.
ډیویډ ویلیامز له اپرېل ۲۰۲۱م کال راهیسې د بریټانیا دفاع وزارت اداري مشري پر غاړه لري، او دا مهال د ده لرې کول د دغه وزارت لپاره یو له سختو پړاوونو ګڼل کېږي.
د معلوماتو دغه رسوایي د ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې رامنځته شوه، چې پکې د نږدې ۱۹ زره هغو افغان قراردادیانو شخصي معلومات خپاره شول، چې غوښتلیې د«ای ار ای پي»پروګرام له لارې برتانیې ته ولېږدول شي.
دغه معلومات یوازې د افغانانو نه، بلکې د برټانې د ځانګړو ځواکونو، استخباراتي ادارې (MI6)، او نورو امنیتي کارکوونکو نومونه او مشخصات په کې هم شامل وو.
د افشا شويو معلوماتو له خپرېدو وروسته، د برتانیې سترې محکمې سمدستي د خپرېدو د مخنیوي امر صادر کړ، یو حکم چې تر نږدې دوو کلونو پورې نافذ و. له دې سره هممهاله، دفاع وزارت یو ځانګړی او پټ بهیر جوړ کړ، ترڅو اغېزمن افغان پناهغوښتونکي خوندي برتانیې ته انتقال کړي.
ددې ځانګړي بهیر لګښت تر اوسه شاوخوا ۴۰۰ میلیونه پونډه اټکل شوی، او تمه ده چې تر پایه به دا لګښت ۸۵۰ میلیونه پونډو ته لوړ شي. تر دې دمه نږدې ۶۹۰۰ کسان د دغه بهیر له لارې برتانیې ته لېږدول شوي دي.
سره له دې چې دا یوه لویه امنیتي تېروتنه وه، هغه کس چې دا خطا یې کړې وه، نه یواځې چې له دندې ګوښه نه شو، بلکې بل مقام ته ولېږدول شو. دا کار د برتانوي پارلمان د ځینو غړو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
تانمانجیت سینګ دسی، د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر او د کارګر ګوند غړی، د ویلیامز د اوږدې کاري سابقې درناوی کړی، خو ویليیې دي چې لاهم څرګنده نه ده چې د هغه استعفا مستقیم د دې افشاګریو پایله ده که نه.
هغه زیاته کړې: «د معلوماتو دغه پراخې تېروتنې د برتانوي پرسونل او هغو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی چې زموږ ملاتړ یې کړی. زموږ کمېټې دا مسله جدي نیولې او د رامنځته شوي بحران د اصلي لاملونو او پروسو د پلټنې هوډ لري.»
د معلوماتو دغه رسوایي د بریټانې د دفاع وزارت لپاره یو له سترو امنیتي بحرانونو څخه ګڼل کېږي. د ویلیامز د استعفا ترڅنګ، لا هم پر لوړپوړو چارواکو فشار روان دی چې د رامنځته شوي وضعیت په اړه شفاف او حساب ورکوونکي واوسي.

په بدخشان کې د طالبانو د امینه قوماندانۍ ویاند ویلي، چې د دغه ولایت په شهر بزرګ او راغستان ولسوالیو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۷ تنه مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د جمعي په ورځ په بدخشان کې د طالبانو امینه قوامدانۍ د ویاند احسان الله کامګار له قوله راپور ورکړی چې، د د دغه ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ په سیاسنګ سیمه کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او یو تن ټپي شوی، همدارنګه د راغستان ولسوالۍ په سردښت سېمه کې هم د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان مړه شوې دي.

طالبانو د ملکرو ملتونو د امنیت شورا د څېړنې او څارنې ډلې له خوا خپور شوی هغه راپور رد کړی، چې په افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د داعش خراسان د پراختیا خبرداری ورکړی وو.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ملګرو ملتونو د څېړنې او څارنې ډلې راپور ته په غبرګون ویلي چې:«په افغانستان کې د داعش ډله هېڅ ډول فعالیت نه لري.» او دا راپور ناسم دی.
حمدالله فطرت د جمعې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي:«دا پروپاګند دی او موږ یې په کلکه ردوو. په افغانستان کې داعش او نورې هېڅ وسله والې ډلې فعالیت نه لري. متاسفانه د امنیت شورا د تحلیلي ادرسه د افغانستان په تړاو دغسې بې اساسه ادعاوې کېږي چې هغه یوازې د پروپاګند په مانا دي او د عامه ذهنیت د خرابولو یوه هڅه ده.»
نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د ټولو خپلسرو ډلو څخه وسلې راټولې شوي او چاته د خپلسرو فعالیتونو اجازه نه ورکوي.
یاده دې وي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل وروستي تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې طالبانو د القاعدې او داعش په ګډون بهرنیو ترهګرو ډلو ته خوندي چاپېریال برابر کړی او د دې ډلو شتون د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ دی.

الجزیرې د یوې افغانې مېرمنې "فاطمې" کیسه خپره کړې، چې له ایران څخه د جبري اېستنې وروسته، اوس له وچکالۍ، بېوزلۍ او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ ده. دا کیسه یوازې د یوې کورنۍ غم نه، بلکې د هغو زرګونو افغانانو د ژوند انځور دی چې له کډوالۍ راګرځېدلي.
راپور کې راغلي چې فاطمه په لوېدیځ افغانستان کې د اسلامقلعه د انتقالاتي کمپ ګرمې شګې تر پښو لاندې کوي او د یوه بس څخه راکوزېږي او د نامعلوم برخلیک پر لور روانه ده. هغه د لسو زرو هغو کسانو له ډلې ده چې هماغه ورځ له ایرانه راورسېدل، او له ۸۰۰ زره هغو کسانو څخه یوه ده چې په تېرو شپږو میاشتو کې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
فاطمه درې ماشومان له ځان سره یوه تشې سیمې ته بیایي، ځان پر خاورو پرېږدي او له څو بسترو څادرونه ټولوي او پنا ځای جوړوي. کله چې ترې وپوښتل شي چې له دې ځایه به چېرته ځي، وايي، ښايي یو ورور یې بېرته د خپل ښار په کلي کې ورته ځای ورکړي.
د سره صلیب نړۍوال فدراسیون (IFRC) له افغان سرې میاشتې سره د کمپ په کچه د خوړو او روغتیایي خدماتو مرسته کوي، او ملګري ملتونه یو څه نغدي مرسته برابروي. خو دا مرسته یوازې د یوې ورځې لپاره ده. تر بل سهار موټر چلوونکي د ښارونو نومونه اخلي تر څو افغان کډوال ولېږدول شي.
فاطمه وايي، په ایران کې یې غالۍ اوبدل زده کړي، خو اجازه ور نه کړل شوه چې خپل وسایل له ځان سره راوړي نوموړې وایي: "زه به له صفره څنګه پیل وکړم؟ "پیسې هم نه لرم، څوک به زموږ په کلي کې زما غالۍ واخلي؟ هغوی خو هیڅ نه لري، حتی خواړه هم نه لري."
له ایرانه ایستل د هغې لپاره دردناک تجربه وه، خو اصلي کړاونه یې اوس پیلېږي. په خپل کلي کې به هېڅ دولتي دنده ورته نه وي. د ښځو د کار پر وړاندې محدودیتونو له امله سړي هم له دې ډډه کوي چې ښځینه کارګره استخدام کړي. یوازینۍ لاره یې دا ده چې خپله یوه کوچنۍ سوداګري پیل کړي، چې د دې کار پېل پيسې غواړي. امکان لري چې د بازار موندنې لپاره د خپل ورور له مرستې هم برخمنه شي، خو دا یوه سخته مبارزه ده.
دا ستونزې یوازې د هغې نه دي. د افغانستان ډېری کورنۍ د کرنې پر عاید ولاړې دي، خو کرنه له اوبو سره تړلې ده، او وچکالي هر څه له منځه وړي. د هرات ډېری سیمې د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي، سیندونه وچ دي او د ځمکې لاندې اوبه ورځ تر بلې کمیږي. د کرنې نشتون خلک ښارونو ته مجبوره کوي، خو هلته هم د اوبو بحران روان دی. Mercy Corps سازمان ویلي، د کابل نیمایي ژورې څاګانې وچې شوي او ښايي ښار په راتلونکو پنځو کلونو کې له لاسرسي وړ اوبو بې برخې شي.
د فاطمې لپاره یوازینۍ هیله دا ده چې لږ عاید ترلاسه کړي او د اوبو له یوې سرچینې سره نږدې ژوند پیل کړي. که دا زمینه برابره شي، کولی شي د خپلو ماشومانو ښوونځي ته پام وکړي. لور به یې د مدرسې زده کړې ته اړ شي، چې دا به د ایران له تعلیمي تجربې یوه ښکته کچه وي. که چیرې بخت ورسره مل وي، ښايي داسې مدرسه پیدا کړي چې تر دولسم ټولګي پورې مضامین لري. که لږه پانګه هم ولري، ممکن مسلکي روزنه یا انلاین کورسونه هم تعقیب کړي.
خو دا محدودیتونه نوې خبره نه ده، دا د ښار او کلیو تر منځ، د فردي ارمانونو او دودیزو ارزښتونو ترمنځ اوږدمهاله شخړه ده. بهرنۍ مرستې به یوازې هغه وخت موثر وي، چې پټه، انعطافپذیره او د زدهکړې او تبادلې فرصتونه برابر کړي، خو د ایدیالوژیکو جګړو پرېکړه افغانانو ته پرېږدي، ځکه دا وخت غواړي. ځینې موسسې دا هڅه کوي، خو لا هم پراخې نه دي.
که فاطمه د یوه کوچني سوداګریز ابتکار لپاره پانګه تر لاسه کړي، پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي او د خپلو ماشومانو لپاره ښوونه تضمین کړي، نو یوه هېله به وي. خو بل انتخاب ډېر تریخ دی، او له بده مرغه ډېر ممکن. لکه د ډېری نورو نویو ستنېدونکو، دا امکان شته چې په څو اونیو کې له هر څه بې برخې شي. نه به د سوداګرۍ لپاره فرصتونه ولري، نه به اوبه وي، کلی به یې خالي شي. که پاتې شي، روغتیا به یې خرابه شي، او طبي خدمتونه یا ډېر لرو پروتو سیمو کې وي یا ډېر ګران. ښايي خپله لور یې مجبوره شي ژر واده کړي، او زامن د ارزانه مزدورۍ بازار ته ولېږي. دا سناریو یوازې د هغې نه ده، دا د ټول افغانستان تصویر دی.
که وکولای شي، د دې ټولو مخنیوي لپاره، یو ځل بیا به هڅه وکړي چې بېرته ایران ته لاړه شي.
ایا نړیوال مرستندویان کولی شي فاطمه او ورته نورو کسانو سره مرسته وکړي؟ له ټولو ستونزو سره سره، په تېرو څلورو کلونو کې بشري مرستې یو څه اندازه وې، له اوو میلیاردو ډالرو زیاتې ولګول شوې، چې کولی یې شو لسګونه زره ښځې خپلو کاروبارونو ته برابرې کړي، کرنیزې ځمکې خړوبې کړي، اوبو ته لاسرسی رامنځته کړي، بدیل تعلیمي سیستمونه جوړ کړي، خو دا پیسې تر ډېره بیړنیو مرستو ته تللې دي، او ډېرو مرستندویانو له اوږدمهاله پانګونې ډډه کړې، ځکه نه غواړي د اوسني واکمن نظام مشروعیت ته زمینه برابره کړي.
نوی تګلوری اړین دی. د مرستو کمښت سره، باید پاتې لږې پیسې د ځایي حل لارو پر بنسټ د اقتصاد، اوبو، روغتیا او زدهکړې په برخو کې ولګول شي. دا به فاطمه او ورته نورو ته یوه هیله وي.
که څوک اخلاقي دلیل ته قانع نه وي، نو باید دا واقعیت درک کړي چې سږکال د افغانانو تاریخي ستنیدنه ښايي د راتلونکو کلونو د لا پراخه کډوالۍ یوه مقدمه وي. غوره دا ده چې نن پانګونه وشي، تر څو خلک د خپلو کورونو په خاورو کې ژوند جوړ کړي، نه دا چې سبا په کمپونو او د انساني قاچاق ضد هڅو کې ډېرې مرستې وکارول شي.

سره له دې چې امریکا له افغانستان سره خپلې پراخې مرستې بندې کړې دي، خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) راپور ښيي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت لا هم د افغانستان سره د تړاو لرونکو درېیو پروګرامونو مالي ملاتړ کوي.
د سیګار د راپور له مخې، یاد پروګرامونه د زده کړې او نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې دي.
راپور کې ویل شوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا تمویلیدونکي پروګرامونو کې دوه یې تعلیمي دي، چې تر ډېره یې تمرکز د افغان نجونو پر زده کړو دی او درېیم پروګرام هم د نشه يي توکو پر ضد د ملګرو ملتونو د دفتر مالي ملاتړ دی، چې له ازبکستان او اتریش څخه مدیریت کېږي.
د زده کړو په برخه کې د امریکا له خوا په تمویلیدونکو پروګرامونو کې یو یې د انلین زده کړو په برخه کې دی او بل هم په قطر کې د امریکايي پوهنتون له خوا تطبق کیږي.
سیګار ویلي، چې دا پروګرامونه د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې «USAID» تر چتر لاندې "د ښځو د بورس صندوق" او "په افغانستان کې د محصلینو د بریا ملاتړ" په نومونو پېژندل کیږي.
سیګار په خپل درې میاشتني راپور کې کانګرس ته ویلي، تمه وه یاد تعلیمي پروګرامونه د ۲۰۲۴ کال د جون په ۳۰مه نېټه پای ته ورسېږي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولای په میاشت کې ویلي، چې یادو دوو تعلیمي پروګرامونو تمویل ته د ۲۰۲۸ کال پورې دوام ورکوي.
د راپور له مخې، دا دواړه پروګرامونه افغان محصلینو سره مرسته کوي، چې یا انلین یا هم د دوحې په امریکایي پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي او تحصیلي سندنه ترلاسه کړي.