چینايي شرکت د باغ درې بند د مطالعاتو په اړه طالبانو ته ډاډ ورکړی

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت خبر ورکړی، چې د اوبو او انرژۍ وزير ملا عبداللطیف منصور د «اېم‌،سي،‌سي» او «اېم‌، جي، سي، اېل» شرکت له مشر وانګ جیچین سره کتلي او د باغ درې بند د مطالعاتو د روان بهیر په اړه یې خبرې کړې دي.