• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پښتین: ریاست زموږ د یووالي مخه ونیوله او سیاسي ګوندونه له خپلو ژمنو واوښتل

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۱۰ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په یوې تازه مرکه کې یو ځل بیا د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۱۱ نېټې د خېبر جرګې د پرېکړو د نه عملي کېدو په اړه وضاحت ورکړ او ویې ویل، چې له جرګې وروسته د دوی ملګري ګوندونه له پرېکړو واوښتل او «پي ټي اېم» یې یوازې پرېښود.

نوموړي له رحمان بونیري سره په «بي پوډکاسټ» کې د خبرو پر مهال د خېبر جرګې ناکامي ومنله او زیاته یې کړه، چې که څه هم جرګه یوه تاریخي ناسته وه، خو له ترسره کېدو یوه اوونۍ وروسته یو شمېر ملګري ګوندونه له خپلو ژمنو واوښتل او له دوی سره یې خپل ملاتړ ختم کړ.
د پښتین په خبره: «جرګه د څو عمده دلایلو له امله ناکامه شوه، خو دا یوه بې‌سارې جرګه وه چې تاریخ یې جوړ کړ. موږ هڅه وکړه چې ملت سره یو کړو او له ډېرو ګواښونو سره سره مو ولس راټول هم کړ، خو ریاست زموږ مخه نیوله، لارې یې بندولې، د نیولو ګواښونه یې کول او د ورکو شویو کسانو د نه خوشې کولو ګواښونه هم موجود وو. خو پښتانه د دې ټولو ګواښونو پر وړاندې ودرېدل، ترڅو جرګه ترسره شي.»
هغه وایي، چې له دې هر څه سره یې بیا هم هڅه وکړه چې ټول ګوندونه یوځای کړي او په همدې موخه یې یوه غونډه هم راوبلله، خو د پي ټي اېم له غړو پرته د هېڅ بل ګوند غړو پکې ګډون ونه کړ.
د منظور پښتین په وینا: «تر دې خپریدو وروسته مو بیا غونډه وکړه، خو له پي ټي اېم پرته بل هېڅ ګوند پکې ګډون ونه کړ. ریاست هم دا ولیدل چې نور هېڅوک زموږ ترڅنګ نه دي او پښتانه یو موټی نه دي، نو ریاست او د پاکستان پوځ دا درک کړه چې موږ یوازې پاتې شوي یو.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپلو خبرو کې اشاره وکړه، چې اوسمهال د یاد غورځنګ شاوخوا څلور زره غړي د پاکستاني پوځ د تعقیب له امله له خپلو کلیو وتلی نه شي او لا هم د دوی یو شمېر غړي په بندخونو کې دي.
نوموړی ادعا کوي، چې د پښتونخوا او د پښتنو د سیمو د ناامنیو د دوام او د زیاتېدو لوی لامل د پوځ پالیسۍ دي او د هغه په خبره، که په دې سیمو کې پوځ نه وي، جګړې به هم نه وي.
پښتین په خپلو خبرو کې وویل: «پښتانه ځکه مظلوم دي چې محکوم دي.»
نوموړي د پوښتنې په بڼه وویل: «ولې څوک پنجابیان، جرمنان، فرانسویان او جاپانیان نه شي وژلی؟ ځکه چې هغوی د خپل ملت او خپلې خاورې دفاع کوي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، چې پر پښتنو د روانو ظلمونو او جبر په لیدو دا څرګندېږي چې د پښتنو وژنه پنجابیانو ته خوند ورکوي او دا وژنه د پاکستاني پوځ د کار و بار وسیله ګرځېدلې ده.
د هغه په وینا: «د پنجابي جنرالانو ګذاره اوس د پښتنو په وینو ده.»
پښتین د پښتونخوا په تېرا او وزیرستان کې ځینو پېښو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې په پښتونخوا کې ان ماشومان د خپلو مېندو په خېټو کې وژل شوي دي.
نوموړی وایي: «په تېرا کې یوه مور هغه مهال د برید له امله ووژل شوه چې ماشوم یې لا په خېټه کې و. په وزیرستان کې یو پلار خپل ماشومان ښوونځي ته بېول، خو پر دوی د ډرون برید وشو او ټول ماشومان یې ووژل شول.»
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ملت غوښتل پښتانه مشران سره راټول شي او د پښتنو ستونزې او پر دوی روان ظلمونه حل شي. پښتین زیاته کړه: «ژمنه کوو چې د ټولو غوښتنې به پوره کېږي، خو قربانۍ به ورکول کېږي، وخت به نیسي او هر څه به عملي کېږي. څومره امیدونه او هیلې چې ملت لري، موږ ورته ژمن یو.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې نن د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې زرګونو پښتنو پراخ لاریونونه وکړل او د خپلو سیمو لپاره یې د امن غوښتنه وکړه.
منظور احمد پښتین تر دې وړاندې هم یوې ویډیویي وینا کې ویلي و، چې د جرګې پرېکړې ځکه نه دي عملي شوي، چې د جرګې له خوا د ټاکل شوې کمېټې خپلې ژمنې عملي نه کړې.
نوموړي زیاته کړې وه، چې له جرګې وروسته پرېکړه شوې وه چې د اکټوبر په ۲۰مه به د قام او ګوندونو استازي راوځي او د دغه پرېکړو په ملاتړ به لاریون کوي، خو په ټاکلې نېټه یوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي راووتل.
د پي ټي اېم مشر منظور احمد پښتین وویل، چې په جرګه کې شوې پرېکړې پښتون ژغورنې غورځنګ نه دي کړي، بلکې قام او د ګوندونو استازو کړي.
نوموړي ولس ته په دغه وینا کې له جرګې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د پاکستان د حکومت د شويو ظلمونو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه: «موږ د هر ډول جبر پر وړاندې درېږو او د قام ګټو ته لومړیتوب ورکوو.»
د یادونې ده، چې د پښتنو قومي جرګې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په یوولسمې نېټې له درې ورځنۍ جرګې وروسته پرېکړه لیک خپور کړ او په شلو مادو کې یې خپلې غوښتنې د پاکستان حکومت ته وړاندې کړې.
د دغه پرېکړه لیک په لومړۍ ماده کې راغلي و، چې پوځ او وسله والې ډلې به له خېبر پښتونخوا څخه د دوو میاشتو په موده کې وځي.
منظور پښتین ددغه پرېکړه لیک د اعلان پرمهال وویل، چې د جرګې د پرېکړه لیک له مخې که دغه ځواکونه ونه وځي، جرګه به په دې غور کوي چې څنګه دغه جګړه غوښتونکي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۳

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۴

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

۵

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا د انګور اډې اوسېدونکي: حکومت دې په پښتونخوا کې پوځي عملیات بند کړي

۱۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۳۱ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د انګور اډې اوسېدونکو په باجوړ او مومند ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو پر ضد او ملکي وګړو ته د زیان رسېدو په غبرګون کې لاریون کړی او غوښتنه یې کړې چې حکومت دې په پښتونخوا کې پوځي عملیات بند کړي.

دغه لاریون د جمعې په ورځ د انګور اډې د ځايي اوسېدونکو، پښتون ژغورنې غورځنګ غړو، قومي مشرانو او دیني عالمانو له خوا ترسره شوی دی.

لاریون کوونکو ویلي، چې د باجوړ او مومند ولسوالیو د خلکو تر څنګ ولاړ دي او په یادو سیمو کې پوځي عملیات په کلکه غندي.

د انګور اډې اوسېدونکي ملک ګل ریز خان وویل:« د پښتونخوا په ناامنیو کې د حکومت لاس دی. حکومت دې پښتونخوا په ډالري جګړه کې نه ښکیلوي، د پښتونخوا وسایل د ځايي خلکو حق دی او باید خلکو ته ورکړل شي.»

په ورته مهال لاریون کوونکو پر حکومت غږ کړی چې د انګور اډې له لارې دې افغانستان لور ته د تګ راتګ او سوداګرۍ اجازه ورکړل شي.

د انګور اډې اوسېدونکو داسې مهال په پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو خلاف لاریون کړی، چې په تېرو څو ورځو پوځي عملیاتو کې په باجوړ او مومند ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو له امله ملکي وګړو ته زیانونه اوښتي او د باجوړ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په بنو کې د ټي ټي پي په ډرون بريد کې ۷ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۳۷ GMT+۱

د معلوماتو له مخي، د پاکستاني طالبانو تحریک«ټي ټي پي» د بنو په میریان سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز د ډرون برید کړی او ۷ تنو پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. ځايي رسنیو د ټي ټي پي د هوايي برید ویډيو هم خپره کړې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخي، دغه برید د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د بنو په میریان سیمه کې د پوليسو پر یوه مرکز شوی.

ځايي سرچینو د لومړنیو معلوماتو له مخي ویلي، چې په برید کې ۷ تنو پوليس ته مرګ ژوبله اوښتې، او د لا ډیرو معلوماتو ورکولو څخه یې ډډه کړې ده.

پوليسو ویلي، چې په پېښه کې ټپي شوي پولیس يې نږدې روغتون ته لېږدولي دي.

له دې سره هم مهاله په بنو کې ځايي پولیسو خبر ورکړی، چې د پاکستاني طالبانو تحریک یو ډرون يې ویشتل او را غورځولی یې دی.

تر اوسه د دې پيښو په اړه د پاکستاني طالبانو تحریک څه نه دي ویلي.

مولانا فضل رحمان وايي د پاکستان د حکومت پرېکړې د ټرمپ له خولې اوري

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۰۹ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمن وايي، د پاکستان د ملي حاکمیت او دولت د پریکړو د خپلواکۍ په اړه ژور اندېښمن دی. نوموړي ټینګار کړی چې دا د کمزورې حکومتولۍ نښه ده چې د هېواد د تیلو تړونونه یا له هند سره د اوربند معلومات له ډونالډ ټرمپ څخه ترلاسه کېږي.

مولانا فضل رحمان د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې «زه د یو پاکستاني وګړي په توګه د پاکستان د خپلواکۍ لپاره سخت اندېښمن یم. دا یوه شرموونکې خبره ده چې موږ ته د تیلو د تړون خبر هم له ټرمپ څخه راځي او له هند سره د جنګ او سولې پرېکړه هم له هغه واورو».

نوموړي پر حکومت نیوکه کړې، چې له پارلمان، ایالتونو او ولس سره له همغږۍ پرته داسې سترې پرېکړې کوي، چې ملي حاکمیت، اساسي قانون او د ایالتونو حقوق تر پوښتنې لاندې راولي.

مولانا زیاته کړې، « د اساسي قانون له مخې، دا ډول تړونونه باید د پارلمان، ایالتونو او ولس په باور کې اخیستو سره وشي».

نوموړی وايي، چې دا یوازې د سوداګرۍ مساله نه ده، بلکې د ملي حاکمیت او د ایالتونو د راتلونکو حقونو موضوع ده.

مولانا غوښتنه کړې، چې حکومت باید ژر تر ژره پارلمان ته توضیحات وړاندې کړي او د تړونونو بشپړ جزئیات خلکو ته روښانه کړي.

د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ د پنجشنبې په ورځ یوه نوې سوداګریزه هوکړه وشوه، چې د پاکستان د ماليې وزارت وایي له مخې به تعرفې راکمې شي او په بېلابېلو برخو لکه انرژي، کانونو، معلوماتي ټکنالوجي او کریپټو کې به پانګونه زیاته شي.

د پاکستان د ماليې وزیر محمد اورنګزیب، چې د خبرو اترو د وروستي پړاو مشري یې کوله، وویل، « له اقتصادي اړخه دا هوکړه یوازې سوداګریزه نه، بلکې یوه ستراتیژیکه همکاري ده. موږ د دې لپاره کار کاوه چې تجارت او پانګونه دواړه یو ځای مخ ته لاړ شي».

پاکستان له امریکا سره د صادراتو په تړاو د ۲۹ سلنې تعرفې له خطر سره مخ و، خو دا تعرفه وځنډول شوه څو د اګست تر لومړۍ نېټې خبرې وغځیږي. اسلام‌ اباد هڅه کوي چې د ویتنام د۲۰سلنه او د هند ۲۵ سلنه په پرتله یې تعرفې ټيټې وساتل شي.

ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه ولیکل، چې « موږ له پاکستان سره یوه هوکړه نهایی کړې، چې له مخې به پاکستان او متحده ایالات د دغه هېواد د تیلو سترو زېرمو د پراختیا لپاره یوځای کار کوي».

محمود خان اڅکزی: هېوادونه او ایالتونه د لرګیو او مرمیو په زور نه شي چلېدای

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۲۹ GMT+۱

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پاکستان، افغانستان، ایران، ازبکستان او د دې سیمې نور هېوادونه د خپلو طبیعي سرچینو له امله د نړۍ د ځواکمنو قدرتونو له خوا د جګړې ډګر جوړیدای شي. اڅکزی وايي، چې هېوادونه او ایالتونه د لرګیو او مرمیو په زور نه شي چلېدای.

د سویلي پښتونخوا ملت پال سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په اسلام اباد کې ټول ګوندیز کنفرانس کې ویلي، چې که د هېوادونو واکمنان له پوهې کار وانخلي، نو پاکستان، افغانستان، ایران، ازبکستان او د سیمې هېوادونه د خپلو طبیعي زیرمو له امله د سترو قدرتونو له خوا د جګړي ډګر جوړیدای شي.

نوموړي ویلي: « زموږ دا سیمه به زموږ د سرچینو له امله د مستو غوایانو لپاره د جګړې ډګر شي. اوس زموږ د سیمي د هېوادونو د واکمنانو د هوښیارۍ د ازموینې وخت دی. داسیمه په ګډې پوهې سره ژغورل کیدای شي.»

محمود خان اڅکزي په باجوړ او مومند کې د ملکي وګړو وژل کېدو ته په اشاره د پاکستان پر حکومت سختې نیوکې کړې دي. نوموړي ویلي، چې په باجوړ کې د نظامیانو له خوا د ملکي وګړو ټول وژنه روانه ده.

اڅکزي زیاته کړه:« په باجوړ کې قتل عام شروع دی، ګرځبندیز لګول شوی، له پاسه زموږ چورلکې دي او خلکو باندې بمبار کوي. د څه لپاره؟ ایالتونه د مرمیو تر سیوري لاندې نه چلېږي، هېوادونه د لرګیو په زور نه شي چلېدای بلکې هېوادونه د اساسي قانون لاندې چلېږي.»

په اسلام اباد کې د پاکستان د ټول ګوندیز کنفرانس پرمهال د نورو ګوندونو غړو او مشرانو هم د شهباز شریف پر حکومت، پوځ او عدلي ادارو سختې نیوکې کړې دي.

د حکومت د مخنیوي له هڅو سربیره هم په اسلام اباد کې د ټولو ګوندو ګډ کنفرانس جوړ شو او سبا به هم دوام ولري.

منظور پښتین: د پاکستان محاکمو د ارمان لوڼي قاتلان بري اعلان کړل

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپل یو تازه پېغام کې ویلي، چې د ارمان لوڼي په وژنه کې ښکېل کسان د پاکستان یوې محکمي بري اعلان کړي او هېڅ ډول سزا یې نه ده ورکړې. هغه زیاته کړې، چې د ارمان لوڼي قاتلان ازاد ګرځېدل او ان محکمې ته هم نه حاضرېدل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ارمان لوڼې د ۲۰۱۹کال فبرورۍ په ۲مه نېټه په لورلایي کې پولیسو وواژه او په محکمه کې د هغه د قاتلانو خلاف عریضه شوې وه.

منظور پښتون وایي: «د لور لایي عدالت د ارمان لوڼي قاتل عطاالرحمن او نور په کیس کې بري کړل. شپږ نیم کاله په دوی باندې کیس و؛ خو زندانیان نه شول».

نوموړي زیاته کړې، چې د‌ پاکستان محکمې هېڅ ډول عدالت نه پلی کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په وینا؛ پاکستانۍ محکمې به د پښتنو قاتلان وبښي؛ خو د‌ پښتنو له لوري به هېڅ‌کله ونه بښل شي.

هغه خبرداری ورکړی، داسې ورځ به حتمي راځي چې پښتانه خپل وژونکي له ګرېوانونو راونېسي او خپلو محکمو کې به سزاوې ورکړي.

د هغه په خبره: «تاسو به هېڅکله نه معاف کېږئ او خپل منطقي انجام ته به حتمي رسېږئ». هغه پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې د غورځنګ د وژل شویو غړو د ارمانونو او فکر لپاره کار وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ بېلابېل غړي په تېره یوه لسیزه کې وژل شوي دي.

منظور پښتین په وار، وار ادعا کړې، چې د دوی غړي د‌ پاکستاني پوځ په دستور وژل کېږي او په محاکمو کې ان د دوی د وژل شویو غړو اړوند عریضې هم نه منل کېږي. د دغه غورځنګ لسګونه غړي د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې په ډول، ډول وژل شوي او یا هم تري تم کړای شوي دي.