ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې پرون یې کابل کې ۳طالبان وژلي او دوه یې ټپیان کړي دي

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې ادعا کړې، چې د پنجشنبې په ورځ د (زمري ۹مه) ماښام مهال یې د کابل اوومې حوزې اړوند چهلستون سیمه کې پر طالبانو برید کړی دی. دغې جبهې ادعا کړې، چې دغه برید کې یې ۳ طالبان وژلي او دوه محتسبان یې ورته ټپیان کړي.
طالبانو لا تر اوسه د یادې جبهې د دغه ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.