زلمی خلیلزاد: د عمران خان په زندان کې پاتې کېدل ظالمانه دي

د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د بند پر دوام نیوکه کړې او ویلي یې دي: «دا ډېر ظالمانه کار دی چې عمران خان لا هم په زندان کې ساتل کېږي.»