د ټرمپ حکومت یو شمېر کډوال د هغوی اصلي هېوادونو ته شړلي دي

په داسې حال کې چې د ټرمپ حکومت ادعا کړې، چې یو شمېر کډوال یې د درنو جرمونو له امله درېیمو هېوادونو ته شړلي، خو څېړنې ښيي چې لږ تر لږه پنځه تنه بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته استول شوي دي. د یادو کسانو له ډلې دوه تنه له ویتنام، دوه تنه له لاووس او یو بل یې له مکسیکو څخه دي.