فایق یو ځل بیا له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه دې له سره وارزوي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د پاکستان د حکومت له لوري د افغان کډوالو اېستلو نوي بهیر ته په غبرګون ویلي، چې پاکستان دې د افغان کډوالو د دوامداره اېستلو پرېکړه له سره و ارزوي.