امریکا د پاکستان په کراچۍ کې لوکسو هوټلونو ته د امریکایانو تګ او سفر محدود کړل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې په لنډمهالي ډول دې د دغه هېواد دولتي کارکوونکي او چارواکي د پاکستان په کراچۍ ښار کې لوکسو هوټلونو ته له ورتګه ډډه وکړي. د دغه وزارت په وینا، دا پرېکړه یې د احتمالي امنیتي ګواښونو له کبله کړې ده.