پېښور کې ورځپاڼو د افغانانو اېستل کېدو په تړاو حکومتي اعلانونه خپاره کړل

د خېبرپښتونخوا مرکز پېښور کې چاپېدونکو ډېری ورځپاڼو نن (شنبه) په خپلو لومړنیو مخونو کې د افغان کډوالو د اېستل کېدو په تړاو حکومتي اعلانونه خپاره کړي دي. په دې اعلانونو کې له ملګرو ملتونو سره ثبت پياوار (PoR) کارټلرونکو نه غوښتل شوي چې ژر تر ژره ووځي.