افغانستان بانک وايي هڅه کوي چې اسلامي بانکداري په نړۍوالو معیارونو برابره شي

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وايي، د مالي ثبات لپاره اسلامي بانکداري پراخوي او هڅه کوي چې دغه بانکي سېسټم له نړۍوالو معیارونو سره په همغږۍ وده وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وايي، د مالي ثبات لپاره اسلامي بانکداري پراخوي او هڅه کوي چې دغه بانکي سېسټم له نړۍوالو معیارونو سره په همغږۍ وده وکړي.
دغه بانک نن (شنبه، زمري۱۱مه) پر خپله اېکسپاڼه په یوه خپاره کړي بیان کې زباته کړې چې د افغانستان بانک د معاصرې بانکدارۍ له معیارونو سم د اسلامي بانکوالۍ پراختیا ته لومړیتوب ورکړی دی. په بیان کې راغلي چې پر بانکونو د خلکو د باور د پیاوړيکېدو لپاره یو لړ اقدامات شوي دي.
د افغانستان بانک په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې ځینو سوداګرو او پانګهوالو له افغانستان انټرنشل- پښتو سره په خبرو کې د افغانستان د بانکوالۍ پر اوسني سېسټم سختې نیوکې کړې دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) د امریکا کانګرس ته په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې که له افغانستان سره نړۍوالې نغدي مرستې بندې شي، نو د طالبانو تر واک لاندې اقتصاد به ړنګ شي.
یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې اوسمهال د افغانستان د پولي ثبات او د مرکزي بانک فعالیتونه په بشپړ ډول د ملګرو ملتونو له نغدو ډالري مرستو پورې تړلي دي.
دغې ادارې همداراز ویلي، که یادې مرستې بندې شي، نو مرکزي بانک به ونشي کولای د افغانیو د تبادلې نرخ کنټرول کړي یا بازار ته د اړتیا وړ نغدي زېرمه برابره کړي.
د سیګار د راپور له مخې، له نړۍوال بانکي نظام څخه د طالبانو بشپړه انزوا، په مرکزي بانک کې د تخصص نشتوالی او د نویو پیسو د چاپ یا بدیل برابرولو وړتیا نهلرل، د دې اقتصادي ناورین اصلي عوامل دي. په داسې شرایطو کې بیا د ملګرو ملتونو ډالري مرستو د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره مهم رول لوبولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې دا پیسې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په منظم ډول افغانستان ته لېږدول شوي دي او د کابل په یوه خصوصي بانک کې ځينو حسابونو ته سپارل کېږي.
که څه هم ملګري ملتونه وايي، چې دا پیسې طالبانو ته نه ورکول کېږي، خو سیګار لیکلي چې دا پیسې په مستقیم او غېرمستقیم ډول د طالبانو حکومت ترلاسه کوي.
دغې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې طالبانو له دې منابعو څخه د عوایدو د ترلاسه کولو، د بازار د ثبات ساتلو او خپل نظام ته د مشروعیت ورکولو لپاره استفاده کړې ده.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) په باور، ډالري مرستو طالبانو ته دا زمینه برابره کړې، چې ځینې پولي پالیسۍ لکه د نغدو پیسو د اېستلو په برخه کې محدودیتونه کم کړي او تر یوې کچې د ټولنیزو محدودیتونو په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې منفي اغېزې راکمې کړي.
دغه پیسې همداراز ددې لامل شوي، چې په بازار کې د اسعارو تبادله نسبتا باثباته پاتې شي.
سیګار: «که مرستې بندې شي، د ډالرو لیلام به د افغانیو د ارزښت د سقوط مخه ونشي نیولی.»
په راپور کې راغلي، که د نغدو پیسو لېږد ناڅاپي بند شي، نو د افغانستان مرکزي بانک به ونهشي کولای د ډالرو په لیلام سره د افغانیو د ارزښت د کمېدو مخه ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چې په راپور کې د یوې سرچینې په توګه یاد شوی، ویلي چې دا وضعیت کولی شي د تبادلې پر نرخ او مالي ثبات ژر او منفي اغېزې واچوي.
سیګار له ملګرو ملتونو پوښتنه کړې، چې د هغوی نغدي مرستې به تر کومه وخته دوام ومومي؟
ملګرو ملتونو بیا د دوی په ځواب کې ویلي، چې د نغدو پیسو د میاشتني انتقال بهیر به د روان میلادي کال تر پایه دوام ولري.
د معلوماتو له مخې، دغه مرستې ډېری وخت د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره د بشري مرستو د پروګرامونو د تمویل او د قراردادونو د پیسو د ورکړې لپاره دننه په افغانستان کې کارول کېږي.
د سیګار په دې راپور کې لیکل شوي، چې د دې مرستو دوام له یوې خوا د خلکو د کړاوونو د کمولو او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ضروري دی، خو له بلې خوا یې طالبانو ته دا فرصت برابر کړی، چې له نړۍوال سیاسي مشروعیت پرته، خپل نظام وساتي او لا پیاوړی یې کړي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند وایي، ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ (د زمري په ۱۱مه) د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې د لسو میلیاردو ډالرو په ارزښت د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید تړون لاسلیک شي.
حمدالله فطرت پر اېکس پاڼه لیکلي: «دغه تړون د اوبو او انرژۍ وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ لاسلیک کېږي او هدف یې دا دی چې افغانستان د انرژۍ له وارداتي اړتیا خلاص شي او کورني ظرفیتونه وده ومومي.»
افغانستان که څه هم د بادي، لمریزې او اوبیزې برېښنا د تولید پراخ امکانات لري، خو اوسمهال شاوخوا ۷۵ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي. د اقتصادي شنونکو په وینا، دا چاره د هېواد پر ملي بودیجه دروند فشار راولي.
طالب چارواکي دا هڅه د هېواد د بنسټیزو سکتورونو د بیا فعالېدو یوه برخه بولي. خو دا لا روښانه نهده چې یاد تړون به کله عملي کېږي، تمویلوونکي یې څوک دي او خصوصي شرکتونه به د کومو تخنیکي او حقوقي شرایطو لاندې کار کوي.

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ د ټولو هېوادونو پر سوداګریزو توکو د ډونالډ ټرمپ د تعرفو نوی نوملړ خپور کړ. په دغه نوملړ کې د افغانستان پر سوداګریزو توکو تعرفه له ۱۰ څخه ۱۵ سلنې ته لوړه شوې ده.
د دغې پریکړې له مخې؛ ۱۰ سلنه تعرفه یوازې پر هغو هېوادونو لوړېږي، چې له امریکا سره یې صادرات او واردات برابر وي؛ خو هغه هېوادونه چې له امریکا څخه لږ واردات ولري او صادرات یې ډېر وي، ۱۵ سلنه تعرفه ورباندې لګېږي.
د امریکا او افغانستان ترمنځ په ۲۰۲۴ کال کې ټوله راکړه ورکړه شاوخوا ۳۴ مېلیونه ډالره اټکل شوې ده.
د امریکا د سوادګرۍ ځانګړي استازي د معلوماتو پر پنسټ؛ په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د امریکا صادرات ۱۱.۴ مېلیونه ډالرو ته رسیدلي، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۷۶.۹ سلنه کموالی ښيي.
په ۲۰۲۴ کال کې له افغانستانه امریکا ته د وارداتو کچه ۲۲.۶ مېلیونه ډالرو ته ورسېده، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۱۳.۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د ترکمنستان هېواد له یوه شرکت سره یې د تورغونډۍ بندر اړوند د رېلي ټرانسپورټي شبکې همغږي کولو، د انتقالاتو زیاتوالي، د ګودامونو جوړېدو او اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې یو تړون لاسلیک کړ.
د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۹مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو مراسمو کې د طالبانو د یاد وزارت مرستیال، په افغانستان کې د ازبکستان سفیر او د اړونده شرکت رییس ګډون کړی و.
د دغه هوکړې له مخې؛ ترکمنستان د ۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت د مالونو د تخلیې، بارګیرۍ او ساتنې ګودامونه جوړوي.

د پاکستان فدرالي کابینې له افغانستان سره د ترجیحي تعرفو لاسلیک شوی تړون تصویب کړ. دغه تړون د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له خوا فدرالي کابینې ته وړاندې شوی او له مخالفت پرته تصویب شوی دی.
اسلام اباد ویلي، چې دا تړون به د ۲۰۲۵ کال د اګست له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۳۱مې پلی کېږي.
په دغه تړون کې د دواړو هېوادونو اته کرنیزو محصولاتو ګمرکي تعرفو ته تخفیف ورکړل شوی، چې د افغانستان له لوري د انګورو، مڼو انارو او سرو رومیانو پر صادراتو او د پاکستان له لوري د کیلو، الوګانو او کینو پر وارداتو ګمرکي تعرفه ۲۷ سلنې ته راکمه شوې ده.
د پاکستان فدرالي کابیني له افغانستان سره د ترجیحي تعرفو هوکړه په داسې حال کې تصویب کړی، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال ترمنځ له دوه ورځنیو ناستو وروسته د څلور ـ څلور قلمه تازه کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو د ګمرکي تعرفو د کمښت تړون لاسلیک شو.
