اوکراین ادعا کوي چې د روسیې د تېلو تاسیسات او یو پوځي هوايي ډګر یې په نښه کړي دي

د اوکراین پوځ د شنبې په ورځ وویل، چې دوی په روسیه کې دننه د تېلو تاسیسات او د ډرونونو لپاره پوځي هوایی ډګر په نښه کړي دي. د اوکراین د بې پیلوټه سیسټمونو ځواکونو په ټیلیګرام یوه خبرپانه خپره کړې او ویلې یې دي چې د مسکو سویل ختیځ په ریازان کې د تېلو پر تصفیه خونې یې برید کړی.