په ننګرهار کې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د ۱۷۷۰ منه غرنیو لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې ده

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه غرني لرګي په تېره اوونۍ کې د شېرزاد، خوږیاڼو، پچیراګام، هسکې مېنې، چپرهار، اچین، نازیانو، سپین غر، غني‌خېل، درهء نور ولسوالیو او د جلال اباد ښار د شپږمې، اتمې او نهمې امنیتي حوزو په مربوطاتو کې کشف او ترلاسه شوي دي.