په ډایکنډي کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۴ نور ټپیان شول

د ډایکنډي لپاره د طالبانو ځايي مسوولانو ویلي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان ټپیان شوي دي. د طالبانو په خبره، د دې پېښې د درېیو ټپیانو وضعیت نازک دی.