د لڼدې مودې لپاره د حنفي پر سفر د بندیز لېرې کېدل؛ نوموړی د درملنې په موخه دوحې ته ځي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا خبر ورکړی چې د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پر سفر بندیز یې د لنډمهالې مودې لپاره لېرې کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا خبر ورکړی چې د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پر سفر بندیز یې د لنډمهالې مودې لپاره لېرې کړی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا شنبه (زمري ۱۱مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د حنفي پر سفرونو بندیز یې د روان کال د اګست میاشتې له ۱۴مې نه تر ۳۱مې پورې لېرې کړی دی. حنفي د قطر مرکز دوحې ته ځي او د سفر موخه يې طبي درملنه بلل شوې ده.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، ملګرو ملتونو د دغې ډلې د یو شمېر چارواکو پر سفر بندیزونه لېرې کړل چې د ښځو او بشري حقونو فعالانو غبرګونونه یې راوپارول.

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په کابل کې د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید پروژې هوکړه لاسلیک کړه. نوموړي د دغې هوکړې د لاسلیکولو پرمهال ویلي چې د یادې پروژې په پلي کېدو به افغانستان د انرژۍ د تولید له اړخه ځان بسیاینې ته ورسېږي.
د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت دا پروژه به تر راتلونکو پنځو کالو بشپړه شي چې تمرکز به د برېښنا او په ټوله کې د انرژۍ پر تولید وي. د عزیري ګروپ مشر همداراز هیلهمندي ښودلې د دغې پروژې د چارو په پېلیدو سره سم به ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو چې د هوکړې د لاسلیکولو پرمهال حاضر وو، یاده پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې او د انرژۍ په برخه کې یوه لویه لاستهراوړنه بللې ده.
د انرژۍ او په ځانګړي توګه د برېښنا د تولید په برخه کې دغه هوکړه په داسې حال کې لاسلیکېږي چې دمګړۍ افغانان او په ځانګړي توګه د کابل ښار اوسېدونکي د برېښنا له جدي کمښته شکایت لري.

د طالبانو د مالیې وزارت خبر ورکړی چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په پام، د افغانستان لاس بېاسناده موټرونو د ثبت او محصول بهیر د ۱۴۰۴ کال تر پایه تمدید شوی دی. یاد وزارت د محصول د بېلابېلو ماډلونو موټرو لپاره ځانګړي تخفیفونه هم اعلان کړي.
د طالبانو مالیې وزارت له د موټرو له مالکینو غوښتي چې له دغه فرصت څخه په ګټه اخیستنې سره خپل وسایط ثبت او محصول کړي. په خبرپاڼه کې راغلي له ۱۹۹۰ ماډل څخه تر ۲۰۰۴ پورې ۳۰ سلنه تخفیف او ۲۰۰۵ څخه بیا تر ۲۰۲۵ پورې موټرو ته بیا ۴۰سلنه تخفیف ورکړل شوی دی.
د هېواد په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې تر بل هر ځایه بې اسنادو لرونکي موټرونه خورا ډېر دي او څو څو ځله ورته د محصول فرصتونه برابر شوي دي. نیوکې دا دي چې طالبان خپله د بهرني شټرېنګ لرونکې موټرې پرته له قانوني اسنادو کاروي او د ثبت چندان پروا یې هم نه لري.
په افغانستان کې بې اسناده موټر د ګډوډۍ او ترافیکي نظم د خرابېدو مهم عامل ګڼل کېږي. هرات، کندهار، هلمند، خوست، ننګرهار او بلخ هغه ولایتونو دي چې تر بل هر ځایه پهکې بېاسناده موټر ډېر کارول کېږي. طالبان د دغو موټرونو د ثبت او محصول له امله غواړي چې خپل عواید ډېر کړي.

د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان او ورسره مل پلاوی به لومړی لاهور او بيا به د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته سفر وکړي.
ویل کېږي چې نوموړی به په دغه سفر کې د خپل پاکستاني سيال او لومړي وزير شهباز شریف سربېره له ځینو پاکستاني پانګهوالو او فرهنګيانو سره هم وګوري. هغه د پاکستان د لومړي وزير په بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.

د امریکا مرکزي استخباراتو یا سيایاې پخوانۍ ماموره سارا اډمز وايي چې طالبان، القاعده، داعش-خراسان او نورې تندلارې ډلې د امریکا استخباراتي ادارو ته د جعلي معلوماتو په خپرېدو سره «دوکه» ورکړې ده.
مېرمن اډمز دا څرګندونې جمعه (زمري ۱۰مه) پر خپله اېکسپاڼه کړې مطرح کړې دي. هغې لیکلي: «تندلارې ډلې قصداً درواغجن معلومات خپروي، زموږ استخباراتي نظام یې مني او تمرکز یې له اصلي موخې منحرفېږي. دا یوه استخباراتي جعلکاري ده.»
نوموړې ماموره وايي، طالبانو په افغانستان او د جولاني ډلې په سوریه کې استخباراتي دروغ خپاره کړي؛ داسې معلومات چې د همدغو ډلو په ګټه وي، استخباراتي ادارو ته لېږدول کېږي او بیا د پالیسۍ پر پرېکړو اغېز کوي.
هغې د یوې بېلګې په توګه ویلي چې القاعده شبکه د «لوی هند» او «داعش-خراسان» په اړه جعلي کیسې جوړوي، دغه معلومات بیا د امریکا استخباراتو ته رسېږي او له امله یې د القاعده پر اصلي ګواښ سترګې پټې کېږي.
سارا اډمز همداراز ادعا کوي چې په امریکا کې هم یو شمېر افغان کډوال شته چې دوهګونی رول ترسره کوي. د هغې په وینا، هغوی ځانونه خبریالان، مدني فعالان یا د امریکا له پخواني پوځ سره همکاران معرفي کوي؛ خو د پردې تر شا د امریکا استخباراتو ته ناسم او ګمراهکوونکي معلومات ورکوي. نوموړې زیاتوي دا کسان زیاتره د حقاني شبکې لهخوا تمویلېږي.
نوموړې همداراز وايي ترهګرې ډلې اوس د جعلي غونډو او ډرامو له لارې د استخباراتو سترې شبکې غولوي؛ خو د امریکا حکومت لا هم دا خبره نه مني چې تندلارې ډلې دومره هوښیارې شوې دي.
د امریکا د مرکزي استخباراتو یادې مامورې دا هم ویلي، د امریکا استخبارات، په ځانګړي ډول د سيایاې د افغانستان څانګه له جدي زیان سره مخ شوې چې یو لامل یې همدا جعلي معلومات دي.
هغې خبرداری ورکړی چې القاعده د اسامه بن لادن د دویم نسل له لوري د بریدونو لپاره تیاری نیسي او استخباراتي ادارې باید بیداره شي. هغه لیکلي: «موږ جنګیالي نه غواړو، خو هغه چارواکي هم نه غواړو چې د فیل په غوږ کې ویده وي.»

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تازه د غبرګولي او چنګاښ میاشتو په راپور کې ویلي چې په دې میاشتو کې ۵ زره او ۱۹۶ بهرنیان د بېلابېلو موخو لپاره افغانستان ته راغلي او یا وتلي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې دې کسانو د ځمکې او هوا له لارې افغانستان ته تګراتګ کړی دی.
په راپور کې همداراز راغلي چې په ثبت شویو کسانو کې نږدې ۵ سوه سېلانیان او پاتې نور د زدهکړو او کار لپاره افغانستان ته راغلي دي.
دا په داسې حال کې چې افغانستان وار لهمخه د بېکارۍ او بېوزلي له جدي ستونزو مخامخ دی.
