د ایران ولسمشر وايي له پاکستان سره د همکارۍ پراخېدو ته چمتو دی

اسلاماباد ته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر په لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې نوموړي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیراسحاق ډار سره لیدلي دي. دواړو لورو په سیاسي، سواګریزو او امنیتي برخو کې د متقابلې همکارۍ ژمنه کړې ده.