طالبان: اندونیزیا په افغانستان کې د سوداګرۍ او صنایعو خونه جوړوي

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي، چې په کابل کې د اندونیزیا شارژدافیر نندا اوولیسټ د دې ډلې د اقتصاد وزیر قاري دین محمد سره په لېدنه کې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او غواړي د سوداګریزو اسانتیاوو لپاره د "سوداګرۍ او صنایعو خونه" جوړه کړي.