تهران او اسلاماباد د ګډې ازادې اقتصادي سیمې پر جوړېدو هوکړه وکړه

ایران او پاکستان هېوادونو د ګډې ازادې اقتصادي سیمې پر جوړېدو هوکړه کړې ده. دغه ازاده اقتصادي سیمه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې ریمدان «ګبد» کې جوړه شي او ټاکل شوې تر راتلونکو دوو اوونیو د دواړو خواوو پلاوي سیمې ته د ارزونې په موخه سفرونه وکړي.