اوکراین د بېپیلوټه الوتکو په پېر کې د فساد یوه شبکه افشا کړې ده

د اوکراین د فساد ضد ادارو اعلان کړی، چې د نظامي بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) او د سیګنال ګډوډوونکو وسایلو د پېر په برخه کې یې د مالي فساد یوه پراخه شبکه کشف کړې ده. دا کشف یوازې دوه ورځې وروسته له هغه ترسره شو، چې د پراخو ولسي اعتراضونو په پایله کې دغه ادارې بېرته خپلواکې شوې.