طالبان وايي د «وژنې، غلا او مرغانو قاچاق» په تور یې ۱۸ کسان نیولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د «وژنې، غلا او مرغانو قاچاق» په تور یې ۱۸ کسان نیولي دي. د دغه وزارت په وینا، دا کسان په لغمان، هرات، نیمروز، بلخ، خوست او بغلان ولایتونو کې نیول شوي دي.

نوموړي وزارت زیاته کړې چې د نیول شویو کسانو دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.