ټرمپ یو ځل بیا د لوېدیځې صحرا پر سر د مراکش د واکمنۍ ملاتړ وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د لویدیځې صحرا پر سر د مراکش د واکمنۍ ملاتړ وکړ او وايي چې د مراکش پلان د دې شخړې یوازینی حل دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د لویدیځې صحرا پر سر د مراکش د واکمنۍ ملاتړ وکړ او وايي چې د مراکش پلان د دې شخړې یوازینی حل دی.
ټرمپ د مراکش شپږم پاچا محمد ته په خپل پیغام کې ویلي:امریکا او مراکش د سولې، امنیت، ترهګرۍ ضد مبارزې او اقتصادي همکارۍ په برخو کې ګډ هدفونه لري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، دا شخړه د مراکش د لوېدیځې صحرا پر سر راپورته شوې ده. په مراکش کې پولیساریو ډله غواړي چې په دې صحرا کې خپلواک دولت جوړ کړي او د الجزایر حکومت یې ملاتړ کوي.


اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي، د نوي ډیلي او اسلاماباد ترمنځ د مې میاشتې تر شخړو وروسته نازک اوربند ترهګرو ډلو ته فرصت برابر کړی چې په بېلابېلو سیمو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه له دې وضعیت څخه ګټه پورته کړي.
یاده ورځپاڼه وایي، د پاکستان پوځ اوس مهال خپلې ډېری امنیتي سرچینې د ختیځې پولې پر خوندیتوب متمرکزې کړې دي چې له امله یې د لوېدیځې پولې امنیت، په ځانګړي ډول بلوچستان، خېبرپښتونخوا او نورو سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ته کمه پاملرنه کېږي.
د بلوڅ بېلتون پالو او تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي په وروستیو پراخو بریدونو کې دا څرګنده شوې چې له دې فرصت څخه دغو ډلو ښه ګټه اخیستې ده.
د پاکستاني طالبانو په اړه لویه اندېښنه دا ده چې دغه ډله له افغانستانه پرته له کومې وېرې فعالیت کوي. یادې ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د یوه راپور په حواله لیکلي چې پاکستاني طالبان لا هم «د افغان طالبانو له پراخ لوژېستیکي او عملیاتي ملاتړ څخه برخمن دي او «ډېر شمېر وسلو ته یې لاسرسی موندلی» چې د دوی د بریدونو ځواکمنتیا یې لوړه کړې ده.
په راپور کې ویل شوي چې د دې ډلې جنګیالي اوس شاوخوا ۶۰۰۰ کسانو ته رسېدلي دي. یاد راپور داسې شواهد هم وړاندې کوي چې افغان طالبان له داعش سره په جګړه بوخت دي،خو هم مهاله ټي ټي پي او داعش د افغانستان دننه تاکتیکي اړیکې هم سره لري.
له فکري توپیرونو سره سره، ویل شوي چې پاکستاني طالبان د بلوڅ بېلتون پالو ځینو غړو ته د افغانستان د سوېل په یو شمېر سیمو کې د خپلو کمپونو دننه روزنه او پناه ورکړې ده.
ورځپاڼه کاږي، د اسلاماباد لپاره اوس پوښتنه دا ده چې ټيټيپي یوه سختدریځه مذهبي ډله ده، که یو بشپړه پاکستان ضد ترهګره ډله ګرځېدلې؟ که دا فرضیه سمه وي، نو دا د اسلاماباد هغه ادعا پیاوړې کوي چې وايي دواړه ډلې، یعنې ټيټيپي او بلوڅ بېلتونغوښتونکي، د هند له مالي ملاتړ څخه برخمن دي.
د سرمقالې په پای کې راغلي، داعش هم د هند لهخوا د پاکستان پر ضد د اسلامي ارزښتونو ضد څرګندونو څخه د خپلو جنګیالیو د جلب او جذب لپاره کار اخلي. همداراز نوي ډیلي هڅه کړې چې د خپلو هر ډول امنیتي او استخباراتي ناکامیو پړه پر پاکستان واچوي.

د منځنۍ اسيا لپاره د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي د حماس لهخوا د یرغمل شویو کسانو خپلوانو ته ویلي چې له اسراييلي حکومت سره په ګډه په غزه کې د سولې پر پلان کار کوي.
سټیو ویټکاف چې د غزې د ناوړه بشري وضعیت د لیدنې لپاره اسراييل ته تللی، په یوې غونډه کې وویل: «غزه به په عملي ډول بېرته ورغول شي.»
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، ویټکاف په غزه کې د امريکا مرستهرسوونکي مرکز ته هم ورغلی و. په غزه کې لسګونه کسان وږي پاتې دي او هغوی ته د هوا له لارې د خوړو رسول کفایت نه کوي. له اسراييل غوښتل شوي چې باید اجازه ورکړي څو د ځمکې له لارې وږو خلکو ته مرستې ورسېږي.

اېکسپرېس ټریبیون په یوې مقاله کې د طالبانو، پاکستان، چین او روسیې ترمنځ اړیکې د جیو-اقتصاد او جیو-سیاست له نظره ارزولې دي. مقاله کاږي، پاکستان په ۲۰۲۲ کال کې د لومړي ځل لپاره خپله د ملي امنیت پالیسي خپره کړه، چې پکې څرګنده شوه چې اقتصادي امنیت د ملي امنیت بنسټیز اړخ ګڼل کېږي.
د مقالې لیکوال ډاکټر محمد علي احسان وايي، که د افغانستان په اړه د پاکستان اوسني سیاست ته وکتل شي، نو دا خبره ډېره ګرانه ښکاري چې څنګه جیو-اقتصاد کولای شي د جیو-سیاست پر وړاندې لومړیتوب ومومي.
مقاله کاږي، پاکستان افغانستان ته د ټرانزیټ اساسي لاره برابروي او افغانستان د پاکستان تر ټولو لوی صادراتي بازار بلل کېږي. نو دا یوازې جیوایکانومیکس نه، بلکې جیوپولیټیکس هم دی، چې دواړه هېوادونه یې په یوه داسې اړیکه تړلي چې که څه هم ډېره دوستانه نه ده، خو دوامداره پاتې شوې ده.
په افغانستان کې یوې وروستۍ جیوپولیټیکي پېښې د دغه هېواد په اړه اوسنی بحث تر خپل سیوري لاندې راوستی، هغه دا چې روسیې طالبان په رسمیت وپېژندل او ښایي د مسکو دغه چاره پر سیمې هم پراخ اغېز وکړي او دا یوازې روسیه نه ده، بلکې چین هم له طالبانو سره د چلند په برخه کې د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کولو له مفکورې ملاتړ کوي او چین پر دې باور دی، چې له طالبانو سره باید یوازې د یوې نظامي ډلې په توګه چلند ونه شي، بلکې د یوه مسوول سیاسي ځواک په توګه وپېژندل شي.
روسیې، د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره له دغې ډلې سره دومره مرسته وکړه، چې له یوې نظامي ډلې څخه یوه نړۍوال مشروع سیاسي ځواک ته واوړي.
په مقاله کې راغلي، چې روسیې له کومې ځانګړې اجنډا پرته دا کار نه دی کړی، خو دغه اجنډا څه کېدای شي؟
روسیې او چین په ګډه له طالبانو سره د ډيپلوماټیکو چارو د عادي کولو پر وړاندې د امریکا په مشرۍ نړۍواله اجماع او د رسمیت پېژندنې پر وړاندې یې اېښي شرایط ننګولي دي.
چین د افغانستان په مساله کې د جیوپولیټیک تګلاره کاروي، څو د خپلو جیو اقتصادي تګلارو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي. د چین ولسمشر د روان زیږیز کال په پیل کې د طالبانو د سفیر اعتبار لیک ومانه او هغه په دې کار سره نړۍوالو ته وښوده، چې بېجینګ نه غواړي افغانستان له نړۍوالې ټولنې بهر پاتې شي.
د جیوایکانومیکس له نظره، چین نه غواړي په افغانستان کې بېثباتي د مرکزي او سوېلي اسیا لپاره د بېجینګ پلانونه ګډوډ کړي او هڅه به وکړي، چې له طالبانو سره په یوه ډول تعامل ولري څو نا امنۍ په پاکستان کې د چین میلیاردونو ډالرو پانګونو ته زیان ونه رسېږي.
د مقالې لیکوونکی د یوې پوښتنې په توګه مطرح کوي: که چین هم طالبان په رسمیت وپېژني، ایا د رسمیت پېژندنې څپه به پراخه شي؟
مقاله کاږي، روسیې او چین د امریکا له ضده له طالبانو سره تعامل ته مخه کړې ده. امریکا هم له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره ۳ مهم شرطونه په ډاګه کړي؛ یو یې دا چې افغان خاوره د بل هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي، بشري حقونو ته درناوي وشي او د ښځو پر وړاندې محدودوونکې پالیسیو ته د پای ټکی کېښودل شي.
د جیو اقتصاد له مخې، روسیه غواړي د روان کال تر پایه له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه له اوسني ۱ میلیارد ډالرو څخه تر ۳ میلیارد ډالرو پورې لوړه کړي. افغانستان د روسیې لپاره یو مهم ټرانزیټي دهلېز دی. که افغانستان خپل وضعیت سم کړي، کولی شي د سیمهییز اتصال په برابرولو سره د سوېلي اسیا بازارونو ته د روسیې د تېلو او غنمو په رسولو کې مهم رول ترسره کړي.
د روان کال په اپریل کې روسیې، ازبکستان او افغانستان د ټرانس-افغان رېل پټلۍ د چارو د پیل تړونونه لاسلیک کړل او ورسره د سیمه ییز اتصال په برخه کې د افغانستان ستراتیژیک اهمیت یو ځل بیا په ډاګه کړ. د روسیې اقدامات ښايي د افغانستان په اړه د نړۍوالې ټولنې دریځ په بنسټیز ډول بدل کړي. د ولسمشر ټرمپ د تعرفو بهیر د نړۍ د ډېرو هېوادونو له خوا له کرکې سره مخ شوی دی.
د پاکستان د اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د مقالې له مخې، د پاکستان اوسنی حکومت له اوسني امریکایي ادارې سره ښې اړیکې لري او دا چې پاکستان هم د طالبانو پر ضد د نړۍوالې اجماع برخه ده، د طالبانو په تړاو د روسیې جیوپولیټیکس ته به د پاکستان غبرګون څه وي؟ دا به د وخت په تېرېدو سره روښانه شي.
دغه مقاله په داسې حال کې خپرېږي، چې پر افغانستان د طالبانو له څلور کلنې واکمنۍ وروسته، روسیه لومړی هېواد شو چې د تېرې چنګاښ میاشتې په ۱۲مه یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده.
که څه هم دغه رسمیت پېژندنه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې، خو طالبانو ته یې هیله پیدا کړې چې نور هېوادونه په ځانګړي ډول ګاونډیان به هم ورته ګام پورته کړي.

فلسطیني رسنیو راپور ورکړی، چې د غزې په سوېلي ښار خانیونس کې د هلال احمر یو روغتیايي مرکز د برید هدف ګرځېدلی دی. د راپورونو له مخې، برید د یاد مرکز په ودانۍ او شاوخوا سیمه کې شوی، چې له امله یې مرګژوبله هم رامنځته شوې ده.
تر اوسه پورې د تلفاتو دقیق شمېر نهدی اعلان شوی، خو ژغورندویې ډلې د پېښې سیمې ته رسېدلي او د ژوبل شویو کسانو د انتقال او مرستې چارې روانې دي.
اړوندو چارواکو ویلي، چې د تلفاتو کره شمېره به تر بشپړ ارزونې وروسته اعلان شي.
له دې سره، العربیه بیا د غزې د روغتیايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل له خوا د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د بریدونو په پایله کې ۶۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اوکراین د فساد ضد ادارو اعلان کړی، چې د نظامي بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) او د سیګنال ګډوډوونکو وسایلو د پېر په برخه کې یې د مالي فساد یوه پراخه شبکه کشف کړې ده. دا کشف یوازې دوه ورځې وروسته له هغه ترسره شو، چې د پراخو ولسي اعتراضونو په پایله کې دغه ادارې بېرته خپلواکې شوې.
رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) راپور ورکړی، چې «د ملي فساد ضد دفتر» او «د فساد ضد ځانګړې څارنوالۍ» په یوه ګډ بیان کې اعلان کړی، چې څو تنه دولتي او پوځي چارواکي د اوکراین د نظامي تجهیزاتو د برابرولو په تړاو د بډو اخیستو په تور نیول شوي دي.
د دغو دواړو ادارو په وینا، تر دې دمه لږ تر لږه څلور کسان په دې تړاو نیول شوي دي، چې پکې یو اوسنی د پارلمان غړی، دوه سیمهییز چارواکي او یو شمېر د ملي ګارډ سرتېري شامل دي. د دغو کسانو هویت په بیانیه کې نهدی افشا شوی.
د هغو چارواکو نیول چې د بېپیلوټه الوتکو په برابرولو کې په فساد تورن دي، په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د اوکراین پوځ د روسیې د یرغل پر ضد مبارزې لپاره په بېسارې ډول پر ډرونونو او د سیګنال ګډوډوونکو سیستمونو تکیه لري. په دې برخه کې فساد کولای شي پراخ امنیتي او عملیاتي زیانونه واړوي.