د ګرځندوی برخې یوه برېټانوۍ لارښوده زوی سټېفنز بیا پر اخلاقي سیاست باور لري او وايي، د یوه هېواد خلک او سیاست سره باید بېل کړای شي، هېواد یوازې د پالیسیو مجموعه نه ده، بلکې د کلتور، تاریخ، خوراک او په ټوله کې د خلکو مجموعه ده.
سټېفنز زیاتوي، «موږ د دې ښځینه سفرونو له لارې هڅه کوو چې اخلاقي اندېښنې کمې کړو. موخه دا ده، چې د افغان ښځو ژوند په واقعي بڼه وپېژنو.»
د دغو ښځينه سیلانیانو په وینا، په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو حق نه لري، طالبانو پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي دي، حکومت ورته حکم کوي چې څه واغوندي، چېرې ولاړې شي او له چا سره ولاړې شي. هغوی پارکونو ته نشي تللی او په رسټورانتونو کې نشي کېناستی، سینګارتونونه تړل شوي او یوازې څو محدود مسلکونه لکه د غالۍ اوبدنې څانګه پرانېستې ده.
سټېفنز همداراز وايي، د نورو هېوادونو ښځينه سیلانیانې افغانستان ته له سیاحتي سفر کولو وېره لري، ځکه په دغه هېواد کې طالبانو پر نجونو او ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي او لا هم د سیلانیانو شمېر تل له لسو کم وي، خو بیا هم بهرنۍ سیلانیانې د افغان ښځو په پرتله ډېرې ازادۍ لري، لکه په یوازې سر سفر کولی شي، رسټورانټونو کې ډوډۍ خوړلی شي او داسې نورې چارې چې دمګړۍ افغان ښځې ترې منع دي.
۸۲کلنه استرالیایۍ سیلانۍ سوزان ساندریل بیا وايي، غوښتل یې په ۱۹۶۰ لسیزه کې افغانستان ته سفر وکړي، خو په هغه وخت کې د کورنۍ له لوري د سفر اجازه ورنکړل شوه. نوموړې چې اوس ۸۲ کلنه ده کابل ته په سیاحت تللې او وايي، «هر چیرې چې تاسو په کوڅو کې ځئ، که تاسو په چا موسکا کوئ او هغوی ته لږ اشاره کوئ یا سلام کوئ، تاسو یو ښه ځواب ترلاسه کوئ. نو دا خورا توپیر لري.»
د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ښځينه سیلانیانو داسې عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، چې طالبانو خپلې وسلې ښځينه سیلانیانو ته د عکس اخیستو په موخه ورکړي او همداراز ترې چاپېره راتاو وي، خو افغان نجونې او ښځې بیا په یوازې سر له کوره د وتلو اجازه نه لري او له بې شمېره محدودیتونو سره مخ دي.
بلخوا، نن د کابل د معمار ښارګوټي یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته د یوې ویډیو په استولو سره ویلي، چې د طالبانو محتسبان پرته له هېڅ دلیل نه د ښځو او نجونو د ګرځېدو مخه نیسي. هغه وايي، د طالبانو محتسبان د ښځو او نجونو لپاره مزاحمتونه جوړوي او د هغوی د عامه ځایونو ته په تګ راتګ کې خنډونه جوړوي.