پزشکیان له پاکستان سره د ۱۲ هوکړهلیکونو له لاسلیک وروسته ایران ته ستون شو

د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته نن سهار وختي (دوشنبه د زمري ۱۳مه) بېرته خپل هېواد ته ستون شو.

د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته نن سهار وختي (دوشنبه د زمري ۱۳مه) بېرته خپل هېواد ته ستون شو.
د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، مسعود پزشکیان د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی وو او هلته یې له رسمي لیدو کاتو او د دوه اړخیزو همکاریو د ۱۲ هوکړو له لاسلیکولو وروسته نن سهار وختي د تهران مهراباد هوايي ډګر ته ورسېد.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم پاکستان ته د سفر له پای ته رسېدو وروسته په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، په دې سفر سره د ایران او پاکستان تر منځ د ډيپلوماټیکو اړیکو نوی فصل پرانېستل شو.


طالبانو په کندهار ولایت کې ۹ کسان د حیواناتو د ناقانونه ښکار په تړاو نیولي دي. په کندهار کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې ریاست د طبیعي میراثونو د ساتنې ادارې چارواکي وایي، چې له دې کسانو څخه د ښکار کولو وسایل هم ترلاسه شوې دي.
د دوی په وینا، نیول شویو کسانو په لیکلې توګه ژمنه کړې چې له دې وروسته به د حیواناتو له ښکار کولو ډډه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د «وژنې، غلا او مرغانو د قاچاق» په تور یې ۱۸ کسان نیولي دي.
د دغه وزارت په وینا، دا کسان په لغمان، هرات، نیمروز، بلخ، خوست او بغلان ولایتونو کې نیول شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شپږ نور کسان د لوږې یا خوارځواکۍ له امله مړه شوي، چې له دې سره د دې ناورین د قربانیانو شمېر ۱۷۵ تنو ته رسېدلی دی. د ورکړل شویو شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۹۳ تنه قربانیان ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه ټینګار کوي، چې اسراییل باید لا ډېرو ځمکنیو مرستو ته د داخلېدو اجازه ورکړي او دې سیمې ته بشپړ لاسرسی برابر کړي، څو د ۲.۲ میلیونه کسانو له لوږې مخنیوی وشي.
اسراییل بیا اعلان کړی، چې له نږدې دوو کلونو جګړې وروسته یې د غزې سیمې ته د سون توکو د داخلېدو اجازه ورکړې ده. د القاهره نیوز شبکې د راپور له مخې، دوه لارۍ چې لسګونه ټنه سون توکي لېږدوي، ټاکل شوې چې دغه سیمه ته داخل شي.
په فلسطین کې د اسراییل د دولت د فعالیتونو همغږې کوونکې اداره وایي، چې د ملګرو ملتونو څلور د سون توکو ټانکرونه غزې ته داخل شوي، څو د روغتونونو، نانواییو، عامه پخلنځیو او نورو حیاتي خدمتونو اړتیاوې پوره کړي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې څه باندې ۲۳ زره ټنه مرستې چې په شاوخوا ۱۲۰۰ لاریو کې بار وې، غزې ته داخل شوي دي، خو سلګونه لارۍ لا هم د وېش مرکزونو ته نه دي لېږدول شوي.
د غزې د روغتیا وزارت وایي، د سون توکو کمښت د روغتونونو خدمتونه سخت ګډوډ کړي او ډاکټران یې اړ کړي، چې یوازې د سختو ناروغانو او ټپیانو درملنه وکړي.
له بلې خوا، د بلجیم د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد هوایي ځواک د یکشنبې په ورځ د اردن په همکارۍ خپلې لومړنۍ مرستندویه کڅوړې غزې ته غورځولې دي.
له دې سره، فرانسې هم د جمعې په ورځ دې سیمې ته د ۴۰ ټُنه بشري مرستو هوایي لېږد پیل کړی و.

د یمن په سوېل کې د اېټوپیايي کډوالو د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله چې ۱۵۴تنه سورلۍ یې لرلې، یوازې پکې ۱۲ تنه ژوندي پاتې دي.
د یمن لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان رییس د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ته ویلي، چې د پېښې له ځایه د ۶۸ کسانو مړي موندل شوي او ۷۴ نور چې لادرکه دي، ښايي خپل ژوند یې له لاسه ورکړی وي.
د نوموړي په وینا، تر دې دمه یوازې دولس کسان له دې پېښې ژغورل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې یمن لا هم د هغو ناقانونه کډوالو د پام وړ د زیاتوالي شاهد دی، چې له افریقا دغه هېواد ته داخلیږي.

د ایران او اسراییل ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې له اوربند څخه لږ تر لږه شپږ اوونۍ وروسته ایراني چارواکو په رسمي ډول د «دفاع شورا» په نوم د یوه نوي بنسټ د جوړېدو خبر ورکړ. په وروستیو ورځو کې د دې شورا د جوړېدو په اړه غېررسمي راپورونه خپاره شوي وو.
ایراني رسنیو د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۲مه) د ملي امنیت د عالي شورا د سکرترۍ له قوله راپور ورکړی، چې دغه شورا د اساسي قانون د ۱۷۶مې مادې له مخې د هېواد د دفاع شورا جوړېدل تصویب کړی دی.
د ملي امنیت د عالي شورا د سکرترۍ د اعلان له مخې، «د دفاع شورا به د هېواد د دفاعي طرحو او د وسله والو ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو موضوعات په متمرکز ډول څېړي.»
دغه بنسټ زیاته کړې: «د دې شورا مشري به د ولسمشر په غاړه وي او غړي به یې د قواو مشران، د وسله والو ځواکونو قوماندانان او یو شمېر اړوند وزارتونه وي.»
تر اوسه دا لا روښانه نه ده، چې د دې نوې شورا جوړېدل به د ایران پر پوځي وړتیاوو څه ډول اغېز ولري.

د پولنډ د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د ناقانونه کډوالۍ د دوامداره اندېښنو له امله له جرمني او لیتوانیا سره د خپل لنډمهالي سرحدي کنټرول موده یې د راتلونکي اکټوبر میاشتې تر ۴مې نیټې غځولې ده.
د پولنډ د کورنیو چارو وزیر مارچین کیروییسکي د یکشنبې په ورځ د پولې د څار ادارو له چارواکو او والیانو سره تر یوې امنیتي غونډې وروسته ویلي، چې له جرمني او لیتوانیا سره یې د سرحدي پولو د کنټرول مودې غځولو پرېکړې په اړه اروپايي ټولنې ته هم رسمي خبرتیا لېږلې ده.
نوموړي زیاته کړې، د پولنډ ختیزه پوله د کډوالو تر فشار لاندې ده او د بلاروس او روسیې له لارې د کډوالۍ د لارو بندېدو له امله، کډوال اوس د اروپایي اتحادیې نورو برخو ته مخه کوي.