د ازادۍ جبهې ادعا: د کابل په دارالامان کې مو دوه طالبان وژلي او دوه نور ژوبل کړي

د افغانستان د ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفه وسلهواله جبهه ادعا کوي چې د کابل شپږمې حوزې اړوند په دارالامان سیمه کې یې د یادې ډلې د استخباراتو په یوه پوسته کې دوه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. د نوموړې جبهې په وینا، دا برید د تېرې شنبې پر ماښام شوی دی.