افغان ټکواندوکارانو په اسلام‌اباد کې د «ای‌ټي‌اې» اتلولۍ سیالیو څخه ۱۴ مډالونه ترلاسه کړي

د «علین» اکادمۍ ټکواندوکارانو چې د احمد مصطفی علین تر څارنې لاندې فعالیت کوي، د اسلام‌اباد په «ITA Taekwondo Champion» سیالیو کې ۱۴ د سر و، سپینو او برونزو مډالونه وګټل. دغه ورزشکاران چې تر ۱۷ کلنۍ کم عمره کسانو په کټګوریو کې راځي، نجونو او هلکانو له خپلو سیالانو سره سیالۍ وکړې.