پولنډ له جرمني او لیتوانیا سره د سرحدي کنټرول موده تر دوو نورو میاشتو وغځوله

د پولنډ د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د ناقانونه کډوالۍ د دوامداره اندېښنو له امله له جرمني او لیتوانیا سره د خپل لنډمهالي سرحدي کنټرول موده یې د راتلونکي اکټوبر میاشتې تر ۴مې نیټې غځولې ده.