د افغانستان په لرې سیمو کې اوبو، خوړو او روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی ستونزمن دی

د ماشومانو د ژغورنې صندوق د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو، مغذي خوړو او ابتدایی روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي د ستونزو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان ویلي، چې ډېرو خلکو ته لا هم دې خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن دی.