د یمن سوېل کې د ۱۵۴ اېټوپیايي کډوالو یوه بېړۍ ډوبه شوې چې یوازې ۱۲تنه پکې ژوندي پاتې دي

د یمن په سوېل کې د اېټوپیايي کډوالو د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله چې ۱۵۴تنه سورلۍ یې لرلې، یوازې پکې ۱۲ تنه ژوندي پاتې دي.

د یمن په سوېل کې د اېټوپیايي کډوالو د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله چې ۱۵۴تنه سورلۍ یې لرلې، یوازې پکې ۱۲ تنه ژوندي پاتې دي.
د یمن لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان رییس د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ته ویلي، چې د پېښې له ځایه د ۶۸ کسانو مړي موندل شوي او ۷۴ نور چې لادرکه دي، ښايي خپل ژوند یې له لاسه ورکړی وي.د نوموړي په وینا، تر دې دمه یوازې دولس کسان له دې پېښې ژغورل شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې یمن لا هم د هغو ناقانونه کډوالو د پام وړ د زیاتوالي شاهد دی، چې له افریقا دغه هېواد ته داخلیږي.


د ایران او اسراییل ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې له اوربند څخه لږ تر لږه شپږ اوونۍ وروسته ایراني چارواکو په رسمي ډول د «دفاع شورا» په نوم د یوه نوي بنسټ د جوړېدو خبر ورکړ. په وروستیو ورځو کې د دې شورا د جوړېدو په اړه غېررسمي راپورونه خپاره شوي وو.
ایراني رسنیو د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۲مه) د ملي امنیت د عالي شورا د سکرترۍ له قوله راپور ورکړی، چې دغه شورا د اساسي قانون د ۱۷۶مې مادې له مخې د هېواد د دفاع شورا جوړېدل تصویب کړی دی.
د ملي امنیت د عالي شورا د سکرترۍ د اعلان له مخې، «د دفاع شورا به د هېواد د دفاعي طرحو او د وسله والو ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو موضوعات په متمرکز ډول څېړي.»
دغه بنسټ زیاته کړې: «د دې شورا مشري به د ولسمشر په غاړه وي او غړي به یې د قواو مشران، د وسله والو ځواکونو قوماندانان او یو شمېر اړوند وزارتونه وي.»
تر اوسه دا لا روښانه نه ده، چې د دې نوې شورا جوړېدل به د ایران پر پوځي وړتیاوو څه ډول اغېز ولري.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په کاپیسا کې یې یو کس د دې ډلې پر ضد تبلیغ او ۷ تنه نور یې په کابل کې د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د دې ډلې له خوا د یکشنبې په ورځ په دوو جلاجلا خبرپاڼو کې ویل شوي، چې د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې یې یو کس د طالبانو ضد تبلیغ په جرم ۳۹ دُرې وهلی او په یو نیم کال تنفیذي بند یې محکوم کړی دی.
همدارنګه طالبانو ویلي، چې د کابل ولایت د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدایه محکمې د پریکړې له مخې یې ۷ کسانو ته د ذیکپ ټابلیټو، هیرویینو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو هر یوه ته له ۱۰ تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا ور کړې او په یو تر پنځه کاله تنفیذي بند محکوم شوي دي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي، چې په کابل کې د اندونیزیا شارژدافیر نندا اوولیسټ د دې ډلې د اقتصاد وزیر قاري دین محمد سره په لېدنه کې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او غواړي د سوداګریزو اسانتیاوو لپاره د "سوداګرۍ او صنایعو خونه" جوړه کړي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اندونیزیا د شارژدافیر له قوله لیکلي :«د اندونیزیا شرکتونه چمتووالی لري، چې د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا لپاره د سوداګرۍ او صنایعو خونه جوړه کړي.»

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنه وايي چې اسراييلي ځواکونو د خان یونس پر دفتر برید کړی دی. د یادې ټولنې په وینا، د خان یونس په برید کې ۳۸ هغه لوږې ځپلي فلسطینیان چې خوړو ته په تمه وو، وژل شوي دي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور لهمخې، په غزه کې د لوږې له امله هم ۷ نور کسان مړه شوي دي.
په غزه کې د اسراييلي ځواکونو د بریدونو له امله تر اوسه لږ تر لږه ۶۰ زره او ۴۳۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۴۸ زرو ډېر ټپيان دي.

د ملګرو ملتونو د انساني استوګنځایونو پروګرام ادارې یکشبنه (زمری ۱۲مه) په یوه بیان کې ویلي چې د کابل له هرو پنځو اوسېدونکو څخه څلور یې په غیررسمي سیمو کې ژوند کوي.
په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان د ښاري خلکو ۴۰ سلنه یې په کابل ښار کې ژوند کوي. د بیان لهمخې، دا خلک د طبيعي پېښو پر وړاندې دومره مقاومت نهلري او ژر زیان ورته رسېږي.
دغې ادارې زیاته کړې: «دوی ته د اقلیمي بدلون له امله هم ډېر زیان رسېږي او بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري.»