په روسیه زلزله؛ په ارام سمندر کې د سونامي خبرداری ورکړل شوی

نړۍوالې رسنۍ وايي چې د روسیې په کورېل ټاپوګانو کې ۷.۰ درجې زلزله شوې او ورسره جوخت په ارام سمندر کې د سونامي اټکل شوی دی.

نړۍوالې رسنۍ وايي چې د روسیې په کورېل ټاپوګانو کې ۷.۰ درجې زلزله شوې او ورسره جوخت په ارام سمندر کې د سونامي اټکل شوی دی.
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت وايي چې په ارام سمندر کې د سونامي خطر ډېر شوی او د دغه هېواد د کامچاتکادرې سیمې له ګواښ سره مخامخ دي.
د ارام سندر څپې لوړې شوي او چارواکو ساحلي خلکو ته ويلي چې د سمندر له غاړو څخه لېرې شي. روسي چارواکو د هوايي چلند لپاره نارنجي کوډ اعلان کړی، چې دا د الوتکو لپاره د خطر نښه بلل کېږي.

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنه وايي چې اسراييلي ځواکونو د خان یونس پر دفتر برید کړی دی. د یادې ټولنې په وینا، د خان یونس په برید کې ۳۸ هغه لوږې ځپلي فلسطینیان چې خوړو ته په تمه وو، وژل شوي دي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور لهمخې، په غزه کې د لوږې له امله هم ۷ نور کسان مړه شوي دي.
په غزه کې د اسراييلي ځواکونو د بریدونو له امله تر اوسه لږ تر لږه ۶۰ زره او ۴۳۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۴۸ زرو ډېر ټپيان دي.

ایران او پاکستان هېوادونو د ګډې ازادې اقتصادي سیمې پر جوړېدو هوکړه کړې ده. دغه ازاده اقتصادي سیمه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې ریمدان «ګبد» کې جوړه شي او ټاکل شوې تر راتلونکو دوو اوونیو د دواړو خواوو پلاوي سیمې ته د ارزونې په موخه سفرونه وکړي.
که څه هم په دې ډېر جزییات نه دي خپاره شوي، خو تمه ده چې په جوړېدونکې ازادې اقتصادي سیمه کې به د دواړو خواوو سوداګرو او پانګهوالو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران ولسمشر او ورسره مل پلاوی پرون شنبه (زمري ۱۱مه) په دوهورځني سفر پاکستان ته تللی دی.

اسلاماباد ته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر په لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې نوموړي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیراسحاق ډار سره لیدلي دي. دواړو لورو په سیاسي، سواګریزو او امنیتي برخو کې د متقابلې همکارۍ ژمنه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه (زمري ۱۲مه) په خپاره شوي بیان کې لیکلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار څرګنده کړې چې هېواد یې له ایران سره اړیکو ته درناوی کوي او دا اړیکې تاریخي، کلتوري او ديني رېښه لري.
بلخوا، د ایران ولسمشر د پاکستان له لوري د ملاتړ قدرداني کړې او ویلي دي چې تهران ژمن دی له اسلاماباد سره په بېلابېلو برخو کې خپلې دوهاړخیزې اړیکې پراخې کړي.

د افغانستان مخکېني جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پخواني رییس د امریکا په کلفرونیا ایالت کې تازه نیول شوی بم د طالبانو له هغې سره ورته بللی دی. د هغه په وینا، د طالبانو غړي د دغه ډول بمونو جوړېدو کې مهارت لري.
بسم الله تابان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا ماین د امریکا د امنیتي ځواکونو لهخوا کشف او شنډ شوی دی. نوموړي چې له طالبانو سره د مبارزې او بمشنډونې په برخه کې څو کلنه تجربه لري، ټینګار کړی چې د بم جوړښت، بستهبندي او پهکې کارول شوي توکي کټ مټ د طالبانو هغو سره ورته دي.
نوموړي پخواني افغان چارواکي زیاته کړې: «طالبانو به دا ډول بمونه په ښاري ترهګریزو بریدونو کې کارول، چې هدف یې د انسانانو ګڼهګوڼه وه. دا بمونه اکثراً د پرلهپسې بریدونو لپاره جوړېدل چې دوه یا درې چاودنې به په یوه ځای کې، د لنډ وخت په واټن کې ترسره کېدې».
هغه همداراز یو شمېر مشخصې پېښې یادې کړي چې پکې له ورته بمونو څخه کار اخیستل شوی و. نوموړي ویلي د کابل په لوېدیځه برخه کې پر سیدالشهدا ښوونځي برید، د دهمزنګ په څلور لارې کې د روښنايې غورځنګ پر عدالت غوښتونکو برید او د افغان فعال سالم ایزدیار د جنازې پر مراسمو کې کارول شوي بمي توکي امریکا کې د نیول شوي بم سره ورته ښدول شوي دي.
تابان یوه پوښتنه او امنیتي اندېښنه هم مطرح کړې ده، هغه لیکلي: «د طالبانو بمجوړونکي انجنیران چې کله کله د داعش خراسان تر نوم لاندې هم یادېږي،څنګه توانېدلي چې ځان امریکا ته ورسوي؟»
نوموړي خبرداری ورکړی چې نړۍواله ټولنه باید د افراطیت او ترهګرۍ د زیاتېدونکي ګواښ پر وړاندې چوپه پاتې نه شي، ځکه دا چاره د تېرو تېروتنو تکرار دی.
د امریکایي فاکس نیوز د راپور لهمخې، د اګسټ په لومړۍ نېټه د کلفرونیا ایالت د سمندر پر غاړه د یو کور په ګودام کې ګډو امنیتي ادارو دغه چاودېدونکي توکي موندلي او یو شمېر وګړي هم په دغه پېښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
دغه رسنۍ زیاته کړې چې په دې تړاو یې نیول شوي کس څخه په څېړنو کې په ډاګه شوی چې د داعش-خراسان وسلهوالې ډلې غړی دی او ورسره اړیکې هم لري.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د بلوچستان د پنجګور ولسوالۍ په «ګورګو» سيمه کې هممهاله پر درېیو امنیتي پوستو وسلهوال برید شوی چې په ترڅ کې یې ۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د راپورونو لهمخې، درې پاکستاني سرتېري تری تم شوي دي.
د راپورونو لهمخې، وسلهوالو لومړی د امنيتي پوستو مخابراتي شبکې ویجاړي کړي او بیا یې برید کړی دی. په دې بریدونو کې ۳ پاکستاني سرتېري تری تم شوي دي.
د اسلاماباد ټایمز وېبپاڼې لیکلي چې وسلهوالو د پاکستاني سرتېرو مړي هم له ځان سره وړي دي.
پوځ د خپلو نادرکهشویو سرتېرو لټون پيل کړی او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ويلي چې حکومت به د ترهګرۍ او بېلتونپالنې پر وړاندې کلک ودرېږي.
