نوموړي تازه له ځینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې پلار یې د زړه تکلیف لري او باید په دوامداره توګه تر درملنې لاندې وي.
هغه ویلي: « تاسو باید د هغوی عمر ته چې ۸۰ او ۷۶ کاله دی پام وکړئ، دغه عمر د بند او نامناسبو شرایطو د زغم وړ نهدی.»
وړاندې د یادې جوړې لور سارا انټویسټل هم ویلي و، چې د پلار روغتیایي حالت یې ښه نه دی او طالبانو د هغې مور او پلار د لوړې کچې امنیتي نامعلوم زندان ته انتقال کړي او د هغې مور ته یې ویلي چې له دې وروسته له خپل خاوند سره نشي کتلی.
سارا همدا راز ادعا کړې وه، چې د بند پر مهال یې پلار وهل شوی او په زنځېرونو تړل شوی دی.
۷۹کلن پیټر رینولډز او د هغه ۷۵ کلنه مېرمن باربي شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې په بامیان ولایت کې خپل کور ته د ستنېدو پر مهال د طالبانو لهخوا ونیول شول، چې بیا وروسته یې طالبانو هم نیونه تایید کړه.
که څه هم وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي و، له څېړنو وروسته هڅه کېږي چې دغه جوړه ژر تر ژره خوشې شي؛ خو د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي بیا په کابل کې د «طالبانو ادارو د لاسته راوړنې» په غونډه کې ویلي و، چې لاهم د دغه برېتانوۍ جوړې د خوشې کېدو شرایط نه دي برابر شوي.
ټېلیګراف ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې حقاني شبکې دغه برېتانوۍ جوړه د طالبانو پر مشر ملاهبت الله د نړۍوالو فشارونو د راوستلو لپاره د یوه «سیاسي عمل» په توګه نیولې ده.
۷۹کلن پیټر رینولډز او د هغه ۷۵ کلنې مېرمنې باربي له نږدې دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې په بېلابېلو روزنیزو برخو کې فعالیت کاوه.