د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت: موږ د اسراييل له‌خوا د اقصی جومات سپکاوی په کلکه غندو

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه (د زمري ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اقصی جومات ته د اسراييل د امنیت وزیر ورتګ غندلی او دا کار یې پاروونکی بللی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي:« د بیت‌المقدس حیثیت ساتل نه یوازې د سیمې؛ بلکې د ټول بشریت وجداني مسوولیت دی.»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.