ډونالډ ټرمپ: داسې ښکاري چې روسیه د بندیزونو د مخنیوي لپاره ښه کار کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که مسکو د جمعې تر ورځې پورې له اوکراین سره اوربند ته غاړه کېنږدي؛ نو پر روسیې به بندیزونه ولګوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که مسکو د جمعې تر ورځې پورې له اوکراین سره اوربند ته غاړه کېنږدي؛ نو پر روسیې به بندیزونه ولګوي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «بندیزونو ته اړتیا شته؛ خو داسې ښکاري چې روسیه د بندیزونو د مخنیوي لپاره ښه کار کوي. روسیه هوښیاره ده، په رښتیا چې په دې برخه کې ډېره پياوړې ده؛ باید وګورو چې څه کېږي.»ټرمپ زیاته کړه، ښايي د امریکا ځانګړی استازی سټیف وېتکاف د چهارشنبې یا پنجشنبې په ورځ روسیې ته سفر وکړي.د امریکا ولسمشر د غزې د وضعیت په اړه وویل: «موږ یوازې غواړو، چې په غزه کې خلکو ته خواړه ورسېږي؛ نه داچې هغوی له لوږې مړه شي.»


تر هغه وروسته چې بنیامین نتنیاهو اسراییلي یرغمل شویو کسانو ته د خوړو او درملو د رسولو په برخه کې د سره صلیب له نړۍوالې کمېټې د همکارۍ غوښتنه وکړه، حماس اعلان وکړ چې سره صلیب ته د یرغملو لاسرسی هغه وخت شونی دی، چې د مرستو لارې د غزې د خلکو پر مخ خلاصې شي.
دغه ډلې ویلي، چې یرغمل شوي کسان د غزې د خلکو په څېر وضعیت کې دي او هېڅ ځانګړی امتیاز به ونه لري.
د حماس پوځي څانګې د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۲مه) په یوې اعلامیه کې ویلي: «موږ چمتو یو چې د سره صلیب هرې غوښتنې ته، چې د دوښمن اسیرانو ته د خوړو او درملو د لېږد په اړه وي مثبت ځواب ورکړو، خو زموږ منل هغه وخت امکان لري چې د بشري مرستو د تېرېدو لارې په ټوله غزه کې پرانېستل شي.»
د دوو اسراییلي یرغمل شویو کسانو د ویډیوګانو تر خپرېدو وروسته چې د هغوی پر بدن د سختې خوارځواکۍ نښې څرګندې دي، یو ځل بیا د اسراییل او حماس ترمنځ تاوتریخوالی لوړې کچې ته رسولی او د اسراییل سیاسي او رسنیزه صحنه یې تر اغېز لاندې راوستې ده.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په غوسهناک غبرګون کې حماس او اسلامي جهاد ډلې د غزې د قحطۍ په اړه په «دروغجنو تبلیغاتو» تورنې کړې او ادعا یې کړې، چې دغه انځورونه د اسراییل د بدنامولو لپاره د یوې رسنیزې کمپاین برخه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس په تېرو دوو ورځو کې د دویم ځل لپاره د سراییلي برمته شوي اویاتار ډاوېډ ویډیو خپره کړه. د دې ویډیو خپرېدو په اسراییل کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
په دې ویډیو کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې، ډاوېډ پکې ډېر کمزوری ښکاري او د ځمکې لاندې تونل کې لیدل کېږي چې یوه ژوره کنده کېندي. د ده په وینا، دا کنده د هغه د قبر لپاره ده.
د هغه ورور ایلای ډاوېډ په تلابیب کې د برمته شویو کسانو د ملاتړ په یوه غونډه کې وویل: «هغوی د مطلق مرګ په درشل کې دي.»
له دې وړاندې، حماس او د فلسطین اسلامي جهاد یوه ویډیو خپره کړې وه، چې پکې یرغمل شوی روم براسلاوسکي لیدل کېده او هغه هم خورا کمزوری ښکارېده.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې نېټې برید چې د حماس له خوا پر اسراییل ترسره شو، د دغه هېواد له ۱۹۴۸م کال راهیسې یو له تر ټولو خونړیو او بېسابقه بریدونو څخه و.
د دغه برید پر مهال له ۱۲۰۰ څخه زیات کسان چې ډېری یې ملکي کسان وو، ووژل شول او ۲۵۱ نور برمته او غزې ته ولېږدول شول.
له هغه وخت راهیسې، یو شمېر برمته شوي کسان لا هم په غزه کې ساتل کېږي، خو اټکل کېږي چې ځینو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
د برمته شویو کسانو کورنۍ له اسراییلي حکومت او د نړۍ له مشرانو په ځانګړي ډول د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غواړي، چې د برمته شویو کسانو د ازادۍ لپاره هر اړین اقدام ترسره کړي.

د برېتانیا د حکومتي معلوماتو له مخې، د اسبیسټوس (Asbestos) د وژونکو موادو له امله د وژل شویو نظامیانو شمېر، د افغانستان د جګړې پر مهال د طالبانو لهخوا د وژل شویو برېتانوي سرتېرو پرتله نهه برابره لوړ دی.
د ډيلي مېل د راپور له مخې، د دغې وژونکې مادې له امله چې په خرابو نظامي استوګنځایونو، بېړیو، اوبتلو، چورلکو او ټانکونو کې شته، هر کال په منځني ډول ۸۹ کسان د میسوتیلیوما (Mesothelioma) پر وژونکي سرطان اخته کېږي، دغه سرطان د اسبیسټوس له امله رامنځته کېږي.
په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې له طالبانو سره په جګړه کې ۴۰۵ برېتانوي سرتېري وژل شوي، حال دا چې په دې موده کې د اسبسټوس اړوندو ناروغیو له امله ۳۵۶۰ کسان مړه شوي دي.
د اسبیسټوس اړوند ناروغۍ د برېتانیا تر ټولو ستره صنعتي وژونکې ناروغۍ دي، چې هر کال له ۵۰۰۰څخه زیات خلک وژني. له دې ډلې نیمایي یې د میسوتیلیوما له امله مري. د اسبیسټو له فایبرو سره تر تماس وروسته د دغې ناروغۍ نښې له ۲۰ تر ۶۰ کلونو وروسته څرګندېږي او له تشخیص وروسته اکثره ناروغان په یوه کال کې مري.
اسبېسټوس څه شی دی؟
«اسبیسټوس (Asbestos) یو طبيعي منرال دی، چې له څو ډوله فایبرو څخه جوړ شوی او دغه فایبرونه ډېر نري، قوي او د اور، تودوخې، کیمیاوي موادو او زنګ وهلو پر وړاندې مقاومت لري. دغه ماده په تېرو لسیزو کې له ودانیزو موادو سربېره په نظامي تجهیزاتو او نورو صنعتي توکو کې کارول کېده.
دغه منرالونه د زړو ودانیزو موادو د ماتېدو، د ودانیو د نړېدو او یا هم ترمیم پر مهال او زړو بېړیو او نورو نظامي تجهیزاتو د بیا کارونې پر مهال خپرېږي او کله چې دغه فایبرونه څوک تنفس کړي، نو بیا د میسوتیلیوما (Mesothelioma)د سږو یا معدې پر سرطان او ساه لنډۍ اخته کېږي. اسبیسټوس اوس په ډېریو هېوادونو کې بند دی، یعنې نه کارول کېږي.»
د برېتانیا د کاري حفظ الصحې ټولنه وایي، پخواني پوځیان تر عامو خلکو لس برابره زیات د اسبیسټوس اړوند ناروغیو له ګواښ سره مخ دي او ډېری مړه شوي کسان مسلکي نظامیان دي.
د ۲۰۱۶ کال راهیسې چې د پوځي میسوتیلیوما د تاوان ورکړې ځانګړې څانګه فعاله شوه، د برېتانیا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه پر یادو ناروغیو اخته ۸۰۳ کسانو ته ۱۱۲ اعشاریه ۵ میلیونه پونډه ورکړل شوي دي.
د روغتیا او خوندیتوب ادارې کلنۍ شمېرې ښيي، چې په ورته شمېر کسان د اسبیسټوس اړوند نورو ناروغیو له امله مړه شوي دي.

د روسیې په کامچاتکا ټاپووزمه کې د کراشنینیکوف اورشیندنه له ۶۰۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره بېرته را ویښ شوی. وروستی ځل د دې اورشیندنې ثبتېدل د ۱۴۶۳ میلادي کال ته ورګرځي او له هغه وخت راهیسې تر اوسه یې د فعالیت هېڅ کوم بل راپور خپور شوی نه دی.
د روسیې د بېړنيو چارو وزارت سیمه ییزې څانګې ویلي، چې له دغې اورشیندنې وروسته تر شپږ زره مترو د دود یوه لوړه ستنه درېدلې ده او ددې اورشیندنې لوړوالی شاوخوا ۱،۸۵۶ دی.
یورو نیوز راپور ورکړی، چې دا پېښه له هغې سترې زلزلې وروسته رامنځته شوه، چې تر دې مخکې یې د کامچاتکا سمندري سیمې لړزولې وې.
د کراشنینیکوف اورشېندونه د روسیې د ختیځ د اورشېندونکي کمربند برخه ده؛ دا یوه ډېره فعاله سیمه ده چې شاوخوا ۳۰۰ اورشېندونکي لري او لږ تر لږه ۲۹ یې لا هم فعال دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د روسیې په ختیځ کې د ریښتر په کچه ۸.۸ درجې زلزله شوه.
په روسیه کې د کمشاتکا ساحلي ښار د زلزلې مرکز ښودل شوی دی، چې له کبله یې د سونامي خبرداری هم ورکړل شوی دی.
د سونامي څپې د ارام سمندر له لارې نورو ساحلي هېوادونو ته هم رسېدونکې دي.
په جاپان او د امریکا په هاوايي ایالت کې چې د ارام سمندر ترڅنګ پراته دي؛ خلکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې ژر تر ژره دې له ساحلي سیمو ووځي.

د یمن د حوثیانو ویاند یحیی سریع په یوې اعلامیې کې ویلي، د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۱۲مه) په درېیو بې پيلوټه چاودېدونکو الوتکو سره یې اسراییل په نښه کړی دی. د نوموړي په وینا، په دې عملیاتو کې تل ابیب، عسقلان او حیفا سیمې په نښه شوې دي.
سریع زیاته کړې، دغه بریدونه د فلسطین له ولسه د ملاتړ، په لوږه کې د غزې د اوسېدونکو د ساتنې او د مسجدالاقصی جومات ته د سپکاوي په غبرګون کې ترسره شوي دي.
نوموړي یو ځل بیا خبرداری ورکړی، د فلسطین له ولسه به تر هغې ملاتړ ته دوام ورکړي چې په غزه کې جګړه ودرېږي او د دغه ښار کلابندۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.
له دې سره سم، د اسراییل پوځ بیا ویلي چې د یمن له لوري یوه توغول شوې بې پیلوټه الوتکه یې په هوا کې له منځه وړې ده.

د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته نن سهار وختي (دوشنبه د زمري ۱۳مه) بېرته خپل هېواد ته ستون شو.
د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، مسعود پزشکیان د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی وو او هلته یې له رسمي لیدو کاتو او د دوه اړخیزو همکاریو د ۱۲ هوکړو له لاسلیکولو وروسته نن سهار وختي د تهران مهراباد هوايي ډګر ته ورسېد.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم پاکستان ته د سفر له پای ته رسېدو وروسته په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، په دې سفر سره د ایران او پاکستان تر منځ د ډيپلوماټیکو اړیکو نوی فصل پرانېستل شو.