طالبان: په بلخ کې د ۴۱ جوماتونو لپاره نوي «امامان او مؤذنان» وټاکل شول

په بلخ ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست چارواکو ویلي، چې دغه پرېکړه یې د جوماتونو د چارو د ښه تنظیم او د چهاربولک ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه کړې ده.

د دغه وزارت له لوري نن دوشنبه (د زمري ۱۳مه) په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه «امامان او موذنان» به په ۳۷ وړو او ۴ جامع جوماتونو کې خپل چارې مخ ته یوسي.