په ټایوان کې سختو ورښتونو او سېلابونو څلور کسان مړه او ۷ نور ټپیان کړي دي

په ټایوان کې د تېرې یوې اونۍ راهیسې د یوه کال په اندازه باران شوی، چې له امله یې سېلابونه راوتلي او په ګڼو ځایونو کې ځمکې هم ښویېدلې دي. د دغه پېښو له امله تر دې دمه څلور کسان مړه شوي، ۷ ټپیان دي او تر۵۹۰۰ ډېر کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.