طالبان وایي، ۱۵ ډوله درملو کې افغانستان ځان بساینې ته رسېدلی دی

د طالبانو عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې افغانستان اوسمهال د ۱۵ ډوله درملو په برخه کې ځان بساینې ته رسېدلی او همدا راز په دې تړاو څېړنې شوې؛ څو په دې برخه کې خودکفایي لا ډېره شي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې افغانستان اوسمهال د ۱۵ ډوله درملو په برخه کې ځان بساینې ته رسېدلی او همدا راز په دې تړاو څېړنې شوې؛ څو په دې برخه کې خودکفایي لا ډېره شي.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمان وایي، د دغو ۱۵ ډوله درملو راواردول له نورو هېوادونو څخه په بشپړه توګه بند شوي او یوازې له کورنیو تولیداتو څخه ګټه اخیستل کېږي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي محصولاتو د تنظیم رییس ډاکټر نعیم الله ایوبي په وینا؛ د درملو په برخه کې یې د کورني تولیداتو د ملاتړ لپاره په هېواد کې له بهرنیو او کورنیو ادارو سره خبرې کړې دي، چې تر ممکنه حده کورني درمل وکاروي.
خو طالبانو دا نه ده څرګنده کړې، چې افغانستان د کوم ډول درملو په برخه کې پر ځان بسیا شوی.
پر کابل واکمنه ډله د سیرومو په برخه کې په بشپړه توګه د ځان بسیاینې ادعاوې کوي او وایي، د عراق او یمن تر څنګ ازبکستان ته هم صادرېږي. یو شمېر ډاکټران باور لري، چې د وارداتي درملو پر ځای باید کورنیو تولیدات وکارول شي؛ څو په کور دننه دغه صنعت پیاوړی شي.
د رسمي شمېرو له مخې؛ اوسمهال په افغانستان کې د درملو د تولید ۱۰۴ کارخونې فعالیت لري، چې نږدې ۶۵۰ ډوله درمل تولیدوي. همدا راز ادعا کېږي، چې طالبان د تاریخ تېرو او بې کېفیته درملو په مخنېوي کې هم پاتې راغلي او ان د هغو شرکتونو مخه یې هم نه ده ډب کړې چې هېواد ته دغه درمل راواردوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې لپاره د دغې ډلې مشر نورالدین ترابي د اکټېد نړۍوالې موسسې له مشر هنس جوهانس سره د ۶۷۳ زره ۵۰۳ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.
د دغه هوکړهلیک له مخې به د بدخشان ولایت په شهر بزرګ، تیشکان او کشم ولسوالیو کې ۱۱۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کېږي. دغه ډول به د تخار په چال، بنګي او اشکمش ولسوالیو، د سرپل ولایت په سنچارک او ګوسفندي ولسوالیو، د فاریاب ولایت په ګرزیوان او دولت اباد ولسوالیو کې هم د وچکالۍ له امله زیانمن شویو کورنیو سره مرستې وشي.

د ههنګاو په نوم د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چې په ایران کې د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د اعدام شویو ۹۶ زندانیانو له ډلې پنځه هغه یې افغانان وو.
دغه سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، ډېری دغه اعدامونه پټ ترسره شوي چې دا خپله له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده او د عدالت له ټاکل شویو معیارونو سره اړخ نه لګوي.
په راپور کې راغلي، چې ډېری دغه اعدام شوي کسان د نشهیي توکو اړوندو جرمونو، قتل یا جنسي تېري په تور د ایران په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو؛ خو د اعدام شویو افغانانو د جرمونو او هویت په اړه یې بیا ډېر جزییات نه دي خپاره کړي.
له بل پلوه د بشري حقونو ملاتړي سازمانونه وایي، په ایران کې د افغان کډوالو د اعدام پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي چې دغه وضعیت نه یوازې نړۍوالې اندېښنې راپارولې دي؛ بلکې د عدلي روڼتیا او د مظلومو کسانو د قانوني دفاع په اړه یې جدي پوښتنې هم راولاړې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر لهخوا راټول شوي معلومات ښيي، چې د ۲۰۲۵کال په لومړۍ نیمایي کې په ایران کې د اعدامونو شمېر د ۲۰۲۴کال د ورته مودې پرتله دوه چنده زیات شوی چې په دې موده کې ۲۹۷کسان اعدام شوي دي.

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په اسلاماباد کې د دوی اتشې په پاکستان کې د افغان پانګهوالو، سوداګرو او صنعتکارانو اندېښنې اورېدلې دي. دوی وایي، په پاکستان کې د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي او غواړي خپلې پانګې افغانستان ته وباسي.
د سکندر خان په نوم یو افغان سوداګر د دغه ناستې پر مهال ویلي، چې پاکستان کې د ملګرو ملتونو سره ثبت «پي او ار» کارت لرونکو کډوالو د اېستلو په څپه کې د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي او غواړي د خپلو پانګونو اړوند وسایل او ماشینرۍ افغانستان ته ولېږدوي.
هغه زیاته کړې، چې ۵۵۰ افغان پانګهوالو د پاکستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونې کړې دي.
هغه له طالبانو غوښتي، چې د دوی د شتمنیو او ملکیتونو د خوندیتوب په تړاو دې اقدامات وکړي.
په اسلام کې د طالبانو د کډوالو چارو اتشې له دغو افغان پانګهوالو او سوداګرو څخه غوښتي، چې د خپلو شتمنیو او پانګونو اړوند اسناد له دوی سره شریک کړي.
هغه ویلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه په ټول پاکستان کې د مېشتو افغانانو د منقولو او غیر منقولو شتمنیو په تړاو یوه مېکانیزم رامنځته کوي.
دغه اندېښنې داسې مهال دي، چې د ۲۰۲۳کال راهیسې د کډوالو د لومړۍ څپې او د روان زېږدیز کال د اپرېل له لومړۍ میاشتې د دوېیمې څپې د اېستل کېدو پر مهال یو شمېر افغانانو نیوکې کړې دي، چې پاکستاني پولیسو ان د خپلو کورونو سامانونو ته نه دې پرېښي او اېستلي یې دي. په پاکستان کې له ډېری افغانانو څخه کورونه، جایدادونه او شتمنۍ پاتې شوې دي، چې اوس د درېیم پړاو په پیلېدونکي بهیر کې هم دغه اندېښنې په جدي توګه مطرح کېږي.
د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې ان خلکو د افغان کډوالو د کورونو توکي لوټ کړي او یا هم مجبوره شوي دي، چې په ناڅیزو بیو خپل ملکیتونه یا د کورونو توکي وپلوري. که څه هم کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د لومړي سفر پر مهال ژمنه شوې وه، چې اسلاماباد به د افغان کډوالو د شتمنیو خوندیتوب په تړاو اقدام کوي؛ خو لا هم په دې برخه کې بشپړ ډاډ نشته.
تازه د پاکستان حکومت د «پي او ار کارت لرونکو او بې اسناده افغان کډوالو» د اېستلو بهیر هم پیل کړی او اټکل کېږي، چې په نږدې راتلونکي کې به دغه څپه د پولیسو له لوري په لا جدیت او شدت سره پیل شي. یونسیار هم د اسلام اباد پر دغه اقدام خواشیني ښودلې او د افغانانو پر باعزته اېستل کېدو یې ټینګار کړی دی.
افغانستان هممهاله له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستل کېدو له لویو څپو سره مخ دی او یوازې تهران نږدې ۹۰۰زره کډوال په ۴۵ورځو کې اېستلي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکړی، چې ګاونډي هېوادونه پلان لري تر ۶مېلیونه پورې افغانان خپل هېواد ته واستوي او دې سره په هېواد کې د بشري ناورین د پراخېدو اټکل هم شته.
افغانستان چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له جدي بشري ناورین سره مخ دی؛ یو شمېر نړۍوال سازمانونه وايي، د افغان کډوالو ورستنېدو دغه ناورین لا پراخ کړی او د بې روزګارۍ، لوږې، فقر او محرومیتونو کچه لا لوړه شوې ده.

په پاکستان کې د جې اې سي «JAC» په نوم د کډوالو ملاتړی یو بنسټ وایي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې ۱.۲ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي او درې مېلیونه نور د اېستلو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
دغه بنسټ تازه په دې اړه په یوه خپور کړي بیان کې ویلي، چې په پاکستان کې د پي او ار کارت لرونکو افغانانو په اړه د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه د اندېښنې وړ ده.
په دغه بیان کې راغلي، چې د جبري ستنولو له کبله ځینې ستانه شوي افغانان او په ځانګړې توګه د بشري او ښځو حقونو فعالان، خبریالان او سیاسي فعالین له جدي ګواښونو سره مخ شوي دي.
په بیان کې د پاکستاني پولیسو له لوري وروستیو نیونو او د افغان کډوالو ځورونې ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې دغه چاره له ټولو نړۍوالو قوانیونو ښکاره سرغړونه ده.
دغه بنسټ د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې له ځنډ پرته دې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي او له نړۍوالې ټولنې هم غوښتنه شوې چې په دې برخه کې خپل فشارونه لا زیات کړي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو په اړه اندېښنې داسې مهال څرګندېږي، چې تر دې وړاندې د افغانستان بل ګاونډي ایران هم په بې ساري ډول د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.
د راپورونو پر بنسټ؛ د روان زېږدیز کال له پیله له ایران او پاکستانه څه باندې دوه مېلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د امریکا له شیکاګو یوه ۳۵ کلنه سیلانۍ چې جیکي بېروف نومېږي او اوس افغانستان ته د سیاحت په موخه تللې ده، وايي چې د افغانانو مېلمه پالنه بې سارې ده، خو د افغان ښځو پر وړاندې لګول شویو محدودیتونو ته په اشارې سره زیاتوي: «زه ډېره ښه پوهېږم چې له ځايي ښځو ډېرې ازادۍ لرم.»
د ګرځندوی برخې یوه برېټانوۍ لارښوده زوی سټېفنز بیا پر اخلاقي سیاست باور لري او وايي، د یوه هېواد خلک او سیاست سره باید بېل کړای شي، هېواد یوازې د پالیسیو مجموعه نه ده، بلکې د کلتور، تاریخ، خوراک او په ټوله کې د خلکو مجموعه ده.
سټېفنز زیاتوي، «موږ د دې ښځینه سفرونو له لارې هڅه کوو چې اخلاقي اندېښنې کمې کړو. موخه دا ده، چې د افغان ښځو ژوند په واقعي بڼه وپېژنو.»
د دغو ښځينه سیلانیانو په وینا، په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو حق نه لري، طالبانو پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي دي، حکومت ورته حکم کوي چې څه واغوندي، چېرې ولاړې شي او له چا سره ولاړې شي. هغوی پارکونو ته نشي تللی او په رسټورانتونو کې نشي کېناستی، سینګارتونونه تړل شوي او یوازې څو محدود مسلکونه لکه د غالۍ اوبدنې څانګه پرانېستې ده.
سټېفنز همداراز وايي، د نورو هېوادونو ښځينه سیلانیانې افغانستان ته له سیاحتي سفر کولو وېره لري، ځکه په دغه هېواد کې طالبانو پر نجونو او ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي او لا هم د سیلانیانو شمېر تل له لسو کم وي، خو بیا هم بهرنۍ سیلانیانې د افغان ښځو په پرتله ډېرې ازادۍ لري، لکه په یوازې سر سفر کولی شي، رسټورانټونو کې ډوډۍ خوړلی شي او داسې نورې چارې چې دمګړۍ افغان ښځې ترې منع دي.
۸۲کلنه استرالیایۍ سیلانۍ سوزان ساندریل بیا وايي، غوښتل یې په ۱۹۶۰ لسیزه کې افغانستان ته سفر وکړي، خو په هغه وخت کې د کورنۍ له لوري د سفر اجازه ورنکړل شوه. نوموړې چې اوس ۸۲ کلنه ده کابل ته په سیاحت تللې او وايي، «هر چیرې چې تاسو په کوڅو کې ځئ، که تاسو په چا موسکا کوئ او هغوی ته لږ اشاره کوئ یا سلام کوئ، تاسو یو ښه ځواب ترلاسه کوئ. نو دا خورا توپیر لري.»
د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ښځينه سیلانیانو داسې عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، چې طالبانو خپلې وسلې ښځينه سیلانیانو ته د عکس اخیستو په موخه ورکړي او همداراز ترې چاپېره راتاو وي، خو افغان نجونې او ښځې بیا په یوازې سر له کوره د وتلو اجازه نه لري او له بې شمېره محدودیتونو سره مخ دي.
بلخوا، نن د کابل د معمار ښارګوټي یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته د یوې ویډیو په استولو سره ویلي، چې د طالبانو محتسبان پرته له هېڅ دلیل نه د ښځو او نجونو د ګرځېدو مخه نیسي. هغه وايي، د طالبانو محتسبان د ښځو او نجونو لپاره مزاحمتونه جوړوي او د هغوی د عامه ځایونو ته په تګ راتګ کې خنډونه جوړوي.
