تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۹۷زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې (د زمري میاشتې له ۳مې نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۹مې نېټې) د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۷۵۸۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې (د زمري میاشتې له ۳مې نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۹مې نېټې) د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۷۵۸۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې د حیرتان له لارې ۶۴۰۰۸ ټنه، د اقینې له لارې ۱۳۴۹۷ ټنه، تورغونډۍ له لارې ۱۰۳۵۷ ټنه او هرات خواف له لارې ۹۷۲۵ ټنه انتقالات شوي دي.
په دغه انتقالاتو کې (۱۲۶) ټنه یې صادرات دي، چې لويه برخه یې وچه مېوه جوړوي.

په بلخ ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست چارواکو ویلي، چې دغه پرېکړه یې د جوماتونو د چارو د ښه تنظیم او د چهاربولک ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه کړې ده.
د دغه وزارت له لوري نن دوشنبه (د زمري ۱۳مه) په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه «امامان او موذنان» به په ۳۷ وړو او ۴ جامع جوماتونو کې خپل چارې مخ ته یوسي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې افغانستان اوسمهال د ۱۵ ډوله درملو په برخه کې ځان بساینې ته رسېدلی او همدا راز په دې تړاو څېړنې شوې؛ څو په دې برخه کې خودکفایي لا ډېره شي.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمان وایي، د دغو ۱۵ ډوله درملو راواردول له نورو هېوادونو څخه په بشپړه توګه بند شوي او یوازې له کورنیو تولیداتو څخه ګټه اخیستل کېږي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي محصولاتو د تنظیم رییس ډاکټر نعیم الله ایوبي په وینا؛ د درملو په برخه کې یې د کورني تولیداتو د ملاتړ لپاره په هېواد کې له بهرنیو او کورنیو ادارو سره خبرې کړې دي، چې تر ممکنه حده کورني درمل وکاروي.
خو طالبانو دا نه ده څرګنده کړې، چې افغانستان د کوم ډول درملو په برخه کې پر ځان بسیا شوی.
پر کابل واکمنه ډله د سیرومو په برخه کې په بشپړه توګه د ځان بسیاینې ادعاوې کوي او وایي، د عراق او یمن تر څنګ ازبکستان ته هم صادرېږي. یو شمېر ډاکټران باور لري، چې د وارداتي درملو پر ځای باید کورنیو تولیدات وکارول شي؛ څو په کور دننه دغه صنعت پیاوړی شي.
د رسمي شمېرو له مخې؛ اوسمهال په افغانستان کې د درملو د تولید ۱۰۴ کارخونې فعالیت لري، چې نږدې ۶۵۰ ډوله درمل تولیدوي. همدا راز ادعا کېږي، چې طالبان د تاریخ تېرو او بې کېفیته درملو په مخنېوي کې هم پاتې راغلي او ان د هغو شرکتونو مخه یې هم نه ده ډب کړې چې هېواد ته دغه درمل راواردوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې لپاره د دغې ډلې مشر نورالدین ترابي د اکټېد نړۍوالې موسسې له مشر هنس جوهانس سره د ۶۷۳ زره ۵۰۳ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.
د دغه هوکړهلیک له مخې به د بدخشان ولایت په شهر بزرګ، تیشکان او کشم ولسوالیو کې ۱۱۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کېږي. دغه ډول به د تخار په چال، بنګي او اشکمش ولسوالیو، د سرپل ولایت په سنچارک او ګوسفندي ولسوالیو، د فاریاب ولایت په ګرزیوان او دولت اباد ولسوالیو کې هم د وچکالۍ له امله زیانمن شویو کورنیو سره مرستې وشي.

په ټایوان کې د تېرې یوې اونۍ راهیسې د یوه کال په اندازه باران شوی، چې له امله یې سېلابونه راوتلي او په ګڼو ځایونو کې ځمکې هم ښویېدلې دي. د دغه پېښو له امله تر دې دمه څلور کسان مړه شوي، ۷ ټپیان دي او تر۵۹۰۰ ډېر کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د دغه سېلابونو له امله لارې هم بندې شوې دي او په کاوشیونګ او پينګتونګ کې ډېر خلک بند پاتې دي.
د ټایوان په سوېلي غرنیو سیمو کې تر ۲.۶ مترو ډېر باران ورېدلی؛ په داسې حال کې چې د ټایوان د باران کلنۍ کچه بیا شاوخوا ۲.۱ متره ښودل شوې ده.

د ههنګاو په نوم د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چې په ایران کې د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د اعدام شویو ۹۶ زندانیانو له ډلې پنځه هغه یې افغانان وو.
دغه سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، ډېری دغه اعدامونه پټ ترسره شوي چې دا خپله له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده او د عدالت له ټاکل شویو معیارونو سره اړخ نه لګوي.
په راپور کې راغلي، چې ډېری دغه اعدام شوي کسان د نشهیي توکو اړوندو جرمونو، قتل یا جنسي تېري په تور د ایران په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو؛ خو د اعدام شویو افغانانو د جرمونو او هویت په اړه یې بیا ډېر جزییات نه دي خپاره کړي.
له بل پلوه د بشري حقونو ملاتړي سازمانونه وایي، په ایران کې د افغان کډوالو د اعدام پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي چې دغه وضعیت نه یوازې نړۍوالې اندېښنې راپارولې دي؛ بلکې د عدلي روڼتیا او د مظلومو کسانو د قانوني دفاع په اړه یې جدي پوښتنې هم راولاړې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر لهخوا راټول شوي معلومات ښيي، چې د ۲۰۲۵کال په لومړۍ نیمایي کې په ایران کې د اعدامونو شمېر د ۲۰۲۴کال د ورته مودې پرتله دوه چنده زیات شوی چې په دې موده کې ۲۹۷کسان اعدام شوي دي.
