طالبانو له اکټېد نړۍوالې موسسې سره د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې لپاره د دغې ډلې مشر نورالدین ترابي د اکټېد نړۍوالې موسسې له مشر هنس جوهانس سره د ۶۷۳ زره ۵۰۳ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.